Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د روسیې مسلمانانو له پلاوي سره کتنه کړې

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د روسیې مسلمانانو له پلاوي سره کتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/19

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیرد روسيې مسلمانانو له پلاوي سره لیدلي او په ناسته کې د روسیې او افغانستان ولسونو په اړیکو خبرې شوي.

 ارګ پر خپله ټویتر پاڼه لیکلي، په ناسته کې د ښو اړیکو ترڅنګ له روسیې سره د اوسني حکومت په مثبت تعامل هم خبرې شوي.

مولوي عبدالکبیر له یاد پلاوي غوښتنه کړې،چې اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې:« ناسته کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې. موږ له روسیې غواړو، چې افغانستان سره په سفارتي اړیکو بسنه ونه کړي، د نورو همکارو هېوادونو سره یوځای د افغانستان اوسنی حکومت پر رسمیت وپېژني. ډاډ ورکوو،چې د افغانستان خاوره به د بل چا پرضد ونه کارول شي.»

په افغانستان کې د جاپان سفیر د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې د دوه اړخیزه همکاریو ترڅنګ  له نړۍ سره د اوسني حکومت لپاره د تعامل د لارې هوارولو ډاډ ورکړی دی.

ارګ پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي:« د  دواړو اړخونو په کتنه کې په دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې، د دې ترڅنګ جاپان ډاډ ورکړ،چې په جی اوه ناسته کې به له افغانستان سره د تعامل او ښو اړیکو لپاره غوښتنه وکړي. عبدالسلام حنفي د ډاډ په توګه یو ځل بیا وویل ،اجازه به ورنه کړي،چې خاوره یې د بل چا پرضد وکارول شی. »

بل پلو د سیاسي چارو یو شمېر  کارپوهان ورته ناستې له اوسني حکومت سره د تعامل او همکاریو لپاره ګټورې بولي او وايي،تر هغې چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ځینې غوښتنې پوره نه شي،د رسمیت وراخوا به دوی له اسلامي امارت سره  تعامل ته زړه ښه نه کړي.

 د څه باندې ۲۰میاشتو په تېرېدو سره لا هم  اسلامي امارت  د هېڅ یو لوري له لورې پر رسمیت نه دی پيژندل شوی،خو ډېر کله په کور دننه او بهر د افغانستان په اړه بحث او خبرې کېږي.

 د اسلامي امارت استازي د مثبت تعامل وايي،خو فکر دا کېږي،چې په کور دننه ځینو پرېکړو نړۍ له اوسني حکومت سره په واټن کې واقع کړې او ورته ناستې به دا واټن راکم کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist