Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: بهرنۍ استخباراتي کړۍ نه غواړي افغانستان کې سوله ټېنګه شي 

کارپوهان : افغانستان د سیاسي اړیکو ټینګښت له پلوه هېڅ ډول پرمختګ نه دی کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/18

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، په لومړیو کې تمې دا وې،چې دا ځل به اسلامي امارت په نړیواله کچه په رسمیت وپیژندل شي او خپلې چارې به هم له اوسنۍ پرمختللې نړۍ سره سمې عیارې کړي.

خو دوی وايي، هرڅه برعکس روان دي،لاهم افغانستان له نړۍ سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري او چارې د سرپرست حکومت له لوري اداره کیږي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي، له نړۍ سره د اړیکو ټينګښت لپاره دې شته ستونزې په نښه شي او د حل لپاره یې افغاني حل لارې پیدا شي.

ځلاند زیاتوي:« له بده مرغه د افغانستان سیاسي وضعیت له نړۍ سره په ټکر کې  دی او هم  له ولس سره په واټن کې دی، په لویه کې د افغانستان کشالې ورځې بلې ته ژوریږي، د فقر او غربت زیاتوالی، د سرپرست حکومت موجودیت خپله یوه ستونزه ده ،د اساسي قانون رامنځ ته کولو نه لیوالتیا هم بله ستونزه ده. موږ ته پکار ده، چې د افغانستان ستونزې په نښه کړو او د حل لپاره یې افغاني حل لار پیدا کړو،هغه ولس چې موږ سره هرې قربانۍ ته دریدلی، باید باور وکړو،چې له  نړۍ سره تعامل ته ورسیږو.»

 کارپوهان وايي، افغانستان له سیاسي پلوه هغو اهدافو ته نه دی رسیدلی،چې ولس یې غوښتنه لري .

 دوی وايي، د اړیکو ټینګښت په برخه کې روان پرمختګ نشته او تراوسه پورې هغه ټکی هم نه دی تشخیص شوی، چې د افغانستان ، سیمې او نړۍ ترمنځ د وصل مشترکه نقطه ده.

د سیاسي چارو کارپوه قریب الرحمان شهاب وايي:« په سیاسي لحاظ افغانستان هغو موخو ته نه دی رسیدلی،چې د افغانانو غوښتنه وه او باید ورته رسیدلی وای. په نړۍ کې یوازې د افغانستان بشري ناورین او ترهګري ګرم بحثونه یادیږي، له ترهګرۍ سره  د مبارزې په برخه کې افغانستان خپل ځواب لري،خو له نړۍ سره د اړیکو په برخه کې روښانه پرمختګونه نه لیدل کیږي،چې دا خپل بهرني او کورني عوامل لري او تراوسه هغه ګډ ټکی نه دی پیدا شوی،چې هغه د افغانستان سیمې او نړۍ ترمنځ  د وصل مشترکه نقطه ده.»

په شاوخوا دوه کلونو کې ګڼ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په کابل کې بېرته خپل سفارتونه پرانېستل او همدا راز په ګڼو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه اسلامي امارت ته وسپارل شول.

خو د سیاسي چارو کارپوه سید بلال فاطمي وايي، د کونسلیو په کچه سفارتي اړیکې  دویمې سطحې وي او داسې روابطو ته غیر رسمي اړیکې ویل کیږي او هغه ډول چې اړینه ده، ستونزې نه شي حل کولی.

فاطمي زیاته کړې:« کوم هېوادونه چې له افغانستان سره اړیکې لري او د کونسلۍ په سطحه سفارتونه لري، دا  د دویمې سطحې سفارتي اړیکې دي،چې دې ته غیر رسمي اړیکې ویل کیږي، دا چې افغانستان ولې په رسمیت نه پيژندل کیږي لامل  یې داخلي موضوعات دي،چې مثبتې پالیسۍ نشته او نړۍ غواړي په دغو پالیسو کې تغیر راشي،چې وشي کولی له افغانستان سره تعامل وکړي.»

د ملګرو ملتونو ترڅنګ د ارو پايي ټولنې او اسلامي همکاریو سازمان هغه نړیوال بنسټونه دي،چې په افغانستان کې خپلې فعالۍ استازولۍ لري، سربیره پر دې د چین او روسیې ترڅنګ ګڼ شمیر ګاونډي او د سیمې هېوادونه په کابل کې فعال سفارتونه لري او ډیپلوماتان  یې په عادي ډول چارې مخته بیایي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist