Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: د مخکېني حکومت پرتله له سیمې او ګاونډیو سره نږدې اړیکې لرو

متقي: د مخکېني حکومت پرتله له سیمې او ګاونډیو سره نږدې اړیکې لرو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/05

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي،  د مخکېني حکومت چې د ګاونډ او سیمې  له هېوادونو سره یې اړیکې خرابې وې بېرته رغول شوي دي.

امیرخان متقي تیر نظام د لویدیځ تر اثر لاندې وباله او په خبره یې همدا لامل وه،چې له ځینو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې پرې شوې وې.

متقي وايي، د چین، روسیې، ایران او پاکستان سربېره یې د سیمې او ګاونډ په ۱۳ هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو ته نوي ډیپلوماتان ورلیږلي او چارو کې کوم ځنډ نه دی رامنځته شوی.

متقي زیاته کړې:« مخکینی ریژم د غرب تر اثر لاندې وه،د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره یې اړیکې خرابې وې،خو دا موږ ورغولې. ایران ، ازبکستان ، ترکمنستان ، چین ، پاکستان ، قزاقستان ، قرقزستان ، روسیې ، ترکیې ، سعودي عربستان ،متحده عرب اماراتو ، قطر او مالیزیا ته مو خپل نوي ډیپلوماتان ولیږل او له دې پرته د نړۍ ګڼو نورو هېوادونو کې موږ د افغانستان سفارتونو سره اړیکې ټینګي دي،چې د وزارت اطاعت کوي.»

خو  د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، له هېوادونو سره اداري تعامل مثبتې اړیکې نه شي کیدای او نه دغه ډول تعامل اړتیاوې پوره کولی شي.

 د دوی په باور یوازې رسمیت پيژندنه ده، چې د یوه هېواد حکومت ته باور ورکوي او سفیر یې په رسمي توګه منل کیږي.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي:«  کوم چې له هېوادونو سره رسمي تعامل نه لرئ ولې اداري تعامل شته دی. دې ته مثبتې او یا هم د ضرورت رفعه کول لپاره اړینې اړیکې نه ویل کیږي. اړیکې هغه دي،چې اسلامي امارت په رسمیت وپيژندل شي، هېوادونه یې حضور ومني او سفیر ته یې موافقه ورکړل شي. دا ښه خبره ده،چې اړیکې د پراختیدو په حال کې دي، خو د نړیوالو اصولو له مخې دا هغه څه نه دي،چې افغانان انتظار لري، د دې لپاره چې دغه اړیکې رسمي شي،اسلامي امارت باید خپلو سیاستونو کې تغیر راولي.»

ځینې بیا وايي، اوسنیو شرایطو ته په کتو له بل هر وخت اوس افغانستان زیاته اړتیا لري،چې له نړۍ او سیمې سره په متقابل درناوي ولاړې رسمي اړیکې ټينګې کړي.

دغه راز دوی وايي، غیر رسمي اړیکې چې هرڅومره پراخې وي، ستونزې نه شي حل کولی.

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي:« شرایطو ته په کتو سره له بل هر وخت اوس مهمه داده،چې د افغانستان اړیکې له سیمې ، ګاونډیو او سترو هېوادونو سره په متقابل احترام او یا هم په ملي ګټو ولاړې اړیکې باید  جوړې شي او جدي اړتیا ورته ده.»

له دې وړاندې  د بهرنیو چارو وزارت ویلي ول، چې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ او اروپايي ټولنې ترڅنګ د سیمې ګڼ شمیر ستر هېوادونه په کابل کې سفارتونه لري او ډیپلوماتان یې په عادي ډول خپلې چارې پرمخ بیايي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist