Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا افغانستان کې د خپلو مرستو بندېدو ګواښ کړی

د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا افغانستان کې د خپلو مرستو بندېدو ګواښ کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/05

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو.ایف.پي) چې په دې وروستیو کې یې افغانستان کې خپلې مرستې زیاتې کړي، د خپلو فعالیتونو د بندېدو ګواښ کړی دی.

د یاد پروګرام مشر ډیویډ بیسلي ویلي، افغانستان کې نږدې ۶ میلیونه وګړي داسې مهال د لوږې له ګواښ سره مخ دي،چې دوی د پيسو له کمښت سره مخ او که پيسې تر لاسه نه کړي نو خپلې مرستې به بندې کړي.

بیسلي زیاته کړې:« شپږ میلیونه وګړي افغانستان کې له لوږې سره مخ دي. دا چې موږ د پيسو له کمښت سره مخ یوو،ښايي اړ شو، له ۹ میلیونه وګړو سره خپلې مرستې بندې کړو.»

ډیویډ یاد ګواښ داسې مهال کړی دی،چې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي،د جاپان دولت ورسره تازه  د ۵ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې.

د خوړو نړیوال پروګرام دا هم ویلي،چې لا هم د بودیجې له کمښت سره مخ دي او که مرستې ورته ونه رسیږي میلیونه وګړي به له مرستو محروم پاتې شي.

د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان څانګه:« جاپان افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام سره ۵ میلیونه ډالر اضافي مرسته کوي،چې موږ یې بېړني حالت ته د ځواب ویلو لپاره د ترلاسه کولو هرکلی کوو. دغه وروستۍ مرسته داسې حساس وخت کې کیږي،چې د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې د کمښت له امله دې ته اړ شوی دی، ترڅو خپلې مرستې کمې کړي او که نورې مرستې ترلاسه نه شي، ۹ میلیونه افغانان به په اپریل میاشت کې له مرستو بې برخې پاتې شي.»

ډبلیو.ایف. پي ویلي، تیر کال یې ۸۶۰ زره میټریکه ټنه خوراکي توکي په افغانانو ویشلي، چې د جاپان مرستې به هم په ورته موخه ولګول شي.

د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان څانګه:« تیر کال د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې ۸۶۰ زره میټریکه ټنه اوړه پر خلکو ویشلې دي،چې د جاپان دغه وروستۍ مرستې به هم د سیمه ییزو سوداګریو له لارې بې وزله کورنیو ته د خوراکي توکو په بڼه وویشل شي.»

د خوړو نړیوال پروګرام داسې مهال بار بار د خپلو فعالیتونو د بندیدو په تړاو خبرې کوي، چې میلیونه افغانان د نړیوالو په مرستو خپل ژوند مخته وړي.

ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) هم ویلي،چې  د ۲۰۲۳ کال د غوښتل شویو مرستو له ۵ سلنې کمې یې ترلاسه شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist