Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بریټانوي رسنۍ: د ا.ا ځواکونو له خوا نیول شوي درې تنه بریټانویان لا نه دي خوشې شوي

بریټانوي رسنۍ: د ا.ا ځواکونو له خوا نیول شوي درې تنه بریټانویان لا نه دي خوشې شوي

shamshadnews by shamshadnews
2023/04/03

د پریسیډیم نیټورک په نوم د یوه خیریه بنسټ بنسټګر سکاټ ریچارډز د سکای نیوز په نوم بریټانوي رسنۍ سره خبرو کې ویلي،چې  له تیرو دوه میاشتو راهیسې یو شمیر بریټانوي وګړي په افغانستان کې تري تم دي او په تړاو یې یوازې همدومره معلومات شته دي،چې ګواکې د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

ریچارډز ویلي، دوه بریتانویان د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ میاشتې په ۱۱ نیټه د اسلامي امارت ځواکونو لخوا نیول شوي دي.

دغه راز ریچارډز ویلي، د نیول شویو له ډلې یوه یې له ملګرو ملتونو سره د روغتیاپال په توګه کار کاوه او دویم یې بیا د دریا ویلیج په نوم هوټل درلود.

هغه زیاته کړې:« لومړی کس کارن ویل یو خیریه روغتیاپال  او د بشري مرستو فعال دی، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام، یونېسف سره یې کار کاوه. دویم کس بیا د یو هوټل چې لومړي سر کې مو یې یادونه وکړه د هغې مدیر دی.»

اسلامي‌امارت د ریچاردز د څرګندونو او ادعاوو په تړاو رسمي څه نه دي ویلي، خو ریچارډز سکای نیوز سره خبرو کې ډاډ ښودلی دی،چې د نیول شویو کسانو په تړاو هېڅ شک نه لري،چې د اسلامي امارت لخوا دې نه وي نیول شوي.

هغه زیاته کړې:« موږ   د دوی په اړه په بشپړه توګه پوهیږو،ځکه موږ د پيښې په تړاو هلته د موجودو خلکو په ګډون له ګڼو عیني شاهدانو سره خبرې کړي. په اصل کې کوم څه چې موږ باور لرو،هغه دا دي،چې جي ډي ای یا د طالبانو استخبارانو دې ساحه کې د وسلو د زیرمې په تړاو معلوماتو ته غبرګون ښودلی،خو هلته موجودې وسلې ته جواز ورکړل شوی و او باور لرو،چې د تلاشۍ پر مهال هغه جواز له وسلې سره یو ځای نه و او دغه حالت د سوی تفاهم لامل شوی دی.»

په ورته وخت کې د دغو بریتانویانو د روغتیا په تړاو هغه ویلي،چې د نیول شویو کسانو روغتیايي وضعیت ښه دی او بده رویه نه ورسره کیږي،خو په خبره یې داسې هېڅ ثبوت او شواهد نه‌ لري،چې هغوی دې شکنجه شوي نه وي.

ریچارډز زیاتوي:«موږ باور لرو،چې دوی ښه روغتیایي حالت کې دي او ښه رویه ورسره کیږي،خو هېڅ داسې ثبوت نشته دی،چې باور وکړو له دوی سره بده او منفي رویه کیږي او یا هم شکنجه کیږي. موږ ته ویل شوي،لکه څرنګه یې توقع کیږي ښه وضعیت کې دي.»

که څه هم  د یاد خیریه بنسټ مشر د درېیم کس په تړاو کوم څه نه دي ویلي،خو بریټانوي رسنیو ویلي،چې د مایلز روټلج په نوم یو ګرځندوی هم د اسلامي امارت  لخوا نیول شوی دی.

۲۳ کلن مایلز د تیر حکومت پرمهال هم افغانستان ته راغلی و.

د نړیوالو رسنیو په راپورونو کې ویل شوي،چې ۲۳ کلن مایلز د خطرناک ګرځندوی په نوم نړۍ کې مشهور دی او د نړۍ له خطرناکو ځایونو او هېوادونو یې لیدنې کړي دي.

 د دغو درې بریټانوي وګړو په تړاو اسلامي امارت څه نه وايي او نه یې تر اوسه پورې د نړیوالو دغه ادعاوې رد کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist