Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګرو ملتونو یو ځل بیا د خبرو اترو له لارې د افغانستان ستونزې حل پر غوښتنه ټینګار کړی

ملګرو ملتونو یو ځل بیا د خبرو اترو له لارې د افغانستان ستونزې حل پر غوښتنه ټینګار کړی

shamshadnews by shamshadnews
2023/04/02

واک ته د اسلامي امارت له څه باندې ۱۸ میاشتو وروسته لاهم د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د خبرواترو او تفاهم غوټه نه ده پرانېستل شوې.

که څه هم اسلامي امارت په کراتو ویلي،چې دوی د رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې اېښودل شوي ټول شرطونه عملي کړي،خو بل پلو بیا نړیواله ټولنه اسلامي امارت د بشري حقونو په نقض او د دوحې له هوکړې په سرغړونې تورونوي.

تازه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر  سره په لیدنه کې له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د مرستو د غځولو د ډاډ ترڅنګ د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ د ستونزې د حل لپاره پر سیاسي تفاهم او خبرو اترو ټینګار کړی دی.

د ریاست الوزرا د دفتر عمومي ریاست:« په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د خبرو او تفاهم له لارې د افغانستان د ستونزې حل غوښتنه کړې او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو د هڅو ډاډ ورکړی دی.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد ستانکزي تېره اوونۍ متحده عرب اماراتو کې یوې ته ناستې په وینا کې دا منلې،چې ګڼ شمېر هېوادونه غواړي اسلامي امارت په رسمیت وپېژني،خو امریکا په دغه لار خنډ واقع کیږي او په خبره یې ټول د  امریکا دریځ ته په تمه دي.

د سیاسي چارو شنونکي بیا له اسلامي امارت غواړيؤچې له نړیوالې ټولنې سره سیاسي تفاهم ته د رسېدو لپاره هغه مشروع غوښتنې ومني،چې نړیوالې ټولنې اسلامي امارت سره د خبرو د پيل لپاره د شرط په توګه اېښي.

بل پلو ځینې نور په دې اند دي،چې نړیوالې ټولنې ته پکار ده،چې په نړیوالو ناستو او ټولو هغو غونډو کې چې اصلي موضوع یې د افغانستان په محور راڅرخي، باید اسلامي امارت ته د مخامخ ګډون بلنه ورکړل شي،ترڅو له دې لارې د دواړو ترمنځ تفاهم لار هواره شي.

د سیاسي چارو شنونکی  زلمی زرمتی وايي:«  اساسي لاره دا ده،چې په نړیوالو ناستو کې دوی ( اسلامي امارت) ته بلنه ورکړل شي. دوی ( اسلامي امارت) د کېناستو حق ورکړل شي، ترڅو د یو بل غږ واوري،چې پایله کې به یې تعامل ته لاره پرانېستل شي او د رسمیت پېژندنې پروسه به رالنډه شي.»   

د ملګرو ملتونو ځانګرې استازې داسې مهال د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ پر خبرو ټینګار کوي چې له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد په ګډون بیلابیلو لوړپوړو چارواکو افغانستان ته په خپلو جلا جلا سفرونو کې اسلامي امارت ورته غوښتنې کړي خو هغه ډول چې برېښي تر دې دمه په دې برخه کې محسوس پرمختګ نه دی رامنځته شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist