Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ستانکزی: ۹۸ سلنه علما د نجونو زده کړو د پیل پلوي دي

ستانکزی: ۹۸ سلنه علما د نجونو زده کړو د پیل پلوي دي

shamshadnews by shamshadnews
2023/03/30

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیرمحمد عباس ستانکزی یو د هغو کسانو  له ډلې دی،چې تل د نجونو زده کړو پلوی دی او په خپلې هرې وینا کې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانېستلو ټېنګار کوي او له شریعي پلوه یې مسلم حق  ګڼي.

ستانکزي په دوبي کې د افغانستان له کونسلګرۍ د لیدنې پرمهال یو ځل بیا ټېنګار کړی،چې باید په هېچا د زده کړو دروازې بندې نه شي او علم دیني او دنیوي نه لري،ټول یو علم دی او پرنارینه او ښځينه فرض دی.

ستانکزی وايي، دنیوي علم د دین د تقویې او لا قوت لپاره دی او زده کړه یې مهمه او فرض ده.

هغه زیاته کړه:«  زه او زما ملګري په دې نظر باندې دي،چې د علم دروازې باید په چا بندې نه شي،هغه نر دی که ښځه، علم ورباندې فرض دی.که دنیوي او که دیني علم دی اولآ خو ټول علم یو علم دی،ځکه د دین د تقوې لپاره دغه شیان دي،کوشش کو چې دغه مشکل سره حل کړو،چې د زده کړو دروازې د خویندو او وروڼو پرمخ باندې جوړې او برابرې شي.»

ستانکزی وايي،نجونو ته د زده کړو زمینې برابرو لپاره له مشرانو سره یې ناستې کړي،دلایل یې وړاندې کړي او همدار از هڅه کوي،چې دغه ستونزه حل شي.

دغه را زستانکزی وايي، د هېواد ۹۸ سلنه دیني علماء په دې نظر دي،چې باید د ښځو پر وړاندې د زده کړو دروازې خلاصې شي.

هغه زیاته کړې:« موږ له مشرانو سره  دلایل ویلی دي، ورسره ناست یو او ۹۸ سلنه علما په دې نظر دي،چې باید د ښځو زده کړه هم ازاده شي، البته حکومت کې به یو تعداد خلک ځينې  ملاحظې شرایط لري،موږ خو ورسره جنګ او جګړه نه شو کولی،کوشش کوو چې دا ستونزه حل شي.»

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست خپلو تازه څرګندونو کې د ښځو زده کړو مرکزنو پرانېسته د بشري حقونو مهمه موضوع یاده کړې،چې په وینا یې د افغانستان ثبات لپاره مهمه ده.

ویست ټېنګار کړی دی،چې باید په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې  د زده کړو دروازې خلاصې شي.

هغه زیاته کړې:« امریکا د دې لپاره د نجونو د زده کړو لپاره د دروازو پر پرانېستلو ټينګار کوي،چې دا د بشري حقونو یوه موضوع ده او په د اسې یوه هېواد کې د ټينکاو لپاره بنسټیزه موضوع هم ده .»

له هغې وروسته  چې پر افغانستان اسلامي امارت واکمن شو، د نجونو پر وړاندې یې د ښوونځيو دروازې وتړلې او شااوخوا یو نیم کال کیږي،چې د نجونو ښوونځي بند دي او همدا راز پوهنتونونه یې هم د ښځو پروړاندې بند کړل،خو د اسلامي امارت خبره داده،چې د شریعت په چوکاټ کې د نجونو زده کړو مخالف نه دي او ځنډ یې هم لنډمهاله دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist