Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بښنې نړیوال سازمان افغانستان کې د بېلابېلو برخو په تړاو راپور خپور کړی

د بښنې نړیوال سازمان افغانستان کې د بېلابېلو برخو په تړاو راپور خپور کړی

shamshadnews by shamshadnews
2023/03/30

د بښنې نړیوال سازمان  راپور کې په افغانستان کې د ښځو د زده کړو، بشري حقونو، د رسنیو او د بیان د ازادۍ، صحرایي محکمو، خپلسرې نیونو او نورو ګڼو موضوعاتو په تړاو څرګندونې شوي دي.

د دې راپور په یوه برخه کې راغلي،چې د عفوې له عمومي فرمان سره سره  د مخکېني نظام پوځي او امنیتي کسان د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري په خپلسري ډول نیول شوي، زنداني شوي او د وژنو قضیې یې ثبت شوي دي.

د راپور یوه برخه:« افغانستان کې د طالبانو له حاکمیت وروسته د خپل سرو وژنو، شکنجه کولو او اعدامولو سلګونه قضیې ثبت شوي د ي. په وژل شویو او شکنجه شویو کې د تیر نظام یو شمیر پوځي او امنیتي کارکوونکي او د طالبانو دولت ضد ډلو غړي شامل دي. د یوناما د راپور له مخې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ مې د ۲۰۲۲ کال د جون تر ۱۵مې د صحرایي محکمو ۲۳۷ قضیي ثبت شوي.»

د یاد سازمان په دې راپورکې د افغانستان بشري وضعیت خورا نازک ښودل شوی او ویل شوي،چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د خلکو اقتصادي وضعیت مخ په زوړ روان دی.

د راپور یوه برخه:« افغانستان له پیله یو بې وزله هېواد دی، خو د ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو بیا واکمنیدو وروسته دا هېواد د انزوا له امله ځپل شوی او وګړي یې له ژورې بې وزلۍ سره مخ دي.  د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د همغږۍ د چارو ادارې د راپورونو پر بنسټ، ۹۷ سلنه افغانان په بې وزلۍ کې ژوند کوي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۰ کال کې دغه کچه ۴۷ سلنه وه.»

دغه راز یاد سازمان په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي دي،چې د محدودیتونو له امله ډېری رسنۍ خودسانسورۍ او زیات شمېر خبریالان له هېواده وتلو ته اړ شوي.

د راپور یوه برخه:«  د رسنیو د فعالیتونو محدودېدل او د رسنیو پر کارکوونکو د زیاتېدونکې ډارونکې فضا ګڼې رسنۍ سقوط کړي دي. د خبریالانو خپلسرې نیول کېدل او شکنجه کولو له امله ډېری رسنۍ خودسانسورۍاو  زیات شمېر خبریالان د زور زیاتي او ډار له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي.»

د بښنې نړیوال سازمان په دې راپور کې د افغان نجونو د زدکړو بندیزونو ته هم اشاره شوې او ویل شوي،چې د اسلامي امارت له راتګ سره سم د افغان ښځو او نجونو پر ټولنیز ژوند ډېر محدودیتونه وضع شوي.

د راپور یوه برخه:« واک ته له رسېدو سره سم طالبانو د ښځو چارو وزارت بند کړ او پرځای یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت رامنځته کړ،چې له رامنځته کېدو سره سم یې پر ښځو او نجونو محدودیتونه ولګول. هغه ښځې چې غبرګون کې یې اعتراضونه پيل کړل، په غیر قانوني ډول ونیول شوې او شکنجه شوې  دي. له لومړنۍ دورې اخوا د افغان نجونو پر زدکړو بندیزونه ولګول شول او له ډېسمبر میاشتې راپدېخوا پوهنتونونو ته له تګ راګرځول شوي.»

اسلامي امارت د بښنې نړیوال سازمان تازه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی،خو تر دې وړاندې یې د نړیوالو سازمانونو او ادارو دغه ډول راپورونه رد کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان په دې راپور کې دغه راز ویل شوي،چې ډېری افغانان په کوردننه د خراب اقتصادي وضعیت او د اسلامي امارت د کړنو له امله د راپورته شوي ډار له امله د افغانستان له یوې سیمې بلې هغې ته او یا هم له هېواده بهر کډوالۍ ته اړ شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist