Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: که ا مریکا غواړي،چې نړۍ کې ترهګري له منځه لاړه شي پر پاکستان دې فشار راوړي

کارپوهان: که ا مریکا غواړي،چې نړۍ کې ترهګري له منځه لاړه شي پر پاکستان دې فشار راوړي

shamshadnews by shamshadnews
2023/03/29

په دې وروستیو کې امریکا اندیښنه ښودلې ده،چې افغانستان کې د وران کارو ډلو فعالیتونه مخ په زیاتیدو دي او باید وځپل شي.

د سیاسي چارو کارپوهان بیا  د امریکا دغه ډول څرګندونې یوازې یو شعار یادوي،چې په وینا یې په عملي توګه په دې برخه کې کار نه کوي.

د دوي په باور امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د افغانستان  له تیرو حکومتونو سره پراخه مرسته درلوده، خو اوس یې نه مرسته له حکومت سره شته او نه هم نور امکانات د افغان دولت په واک کې ورکوي او ترې له ترهګرۍ سره د جدي مبارزې غوښتنه کوي.

دغه راز دوی وايي، امریکا باید د داعش او نورو ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره له کابل سره ستراتیژیکه هوکړه وکړي،چې پر مټ یې ټولې هغه ډلې چې د نړۍ او سیمې امنیت ته ګواښ دي، وځپل شي.

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« که امریکا رښتیا هم دې ته ژمنه وي،چې په نړیواله کچه تروریزم له منځه یو سي او د افغانستان په جغرافیه کې دې تروریزم نه وي. غوره لاره داده،چې له اسلامي امارت سره دې یو ستراتیژیک توافق وکړي،چې له مخې اسلامي امارت داعش او داسې نورې ډلې،چې د سیمې امنیت خرابوي وځپي،که د بلې نیابتي جګړې لپاره پلمې وي، بیا یې لارې او چارې نورې دي.»

خو ځینې بیا وايي، اوس ښکاره ده،چې ترهګر په کوم هېواد کې روزل کیږي او د چا له لوري د کومو موخو لپاره ترې کار اخېستل کیږي.

دوی وايي، وړاندیز یې دادی،چې امریکا دې نور د ترهګر او غیر ترهګر په نوم د افغانانو له ځورونې لاس واخلي،که  رښتیا هم واشنګټن غواړي، په نړۍ کې ترهګرۍ له منځه لاړه شي،نو  پر پاکستان دې فشار راولي.؟

د سیاسي چارو  کارپوه توریالی ځاځی وايي:«  که امریکا غواړي،چې ترهګرې او تروریستي ډلې په نړۍ کې له منځه یوسي، باید پر پاکستان فشار راولي نه پرافغانستان. همدغه ترهګرۍ ډلې ټپلې امریکا د خپلو سیاسي ګټو لپاره روزلې دي،چې خپل سیاسي اهداف ترلاسه کړي. امریکا دې نورې پلمې نه کوي او زموږ هېواد دې پریږدي چې دا ولس ارامه ژوند وکړي.»

د ترهګرۍ ځپلو په برخه کې پرامریکا زیاتې نیوکې دي،چې سره له ټولو امکاناتو او ۲۰ کلنې جګړې نه ده توانیدلې چې په افغانستان کې داعش او نور وسله والې ډلې له منځه یوسي.

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي، دا چې امریکا سره د ټولو مالي  او تخنیکي امکاناتو ۲۰ کاله په افغانستان کې جګړه وکړه او بیا یې ترهګرې ډلې له منځه نه دي وړي باید نړۍ ته ځواب ورکړي.

نیازي زیاتوي:« کله چې امریکا دا ادعا لري،چې په افغانستان کې داعش یو ستر ګواښ دی، نو پوښتنه داده،چې په دې ۲۰  کلونو کې یې داعش او نورې وسله والې ډلې یې ولې له منځه نه دي وړي. دومره قوت ، دومره ځواکونه او دومره امکانات او پیسې چې دوی مصرف کړې د څه لپاره او دا۲۰  کاله امریکا دلته څه کول باید جواب ووايي .»

اسلامي امارت تل ټېنګار کړی دی،چې هېڅ شخص او ډلې ته به د دې اجازه ورنه کړي،چې دافغانستان خاور د نورو پر وړاندې وکاروي او همدا راز نړۍ ته  له افغانستانه ګواښ پیښ کړي، خو امریکا لاهم وېره لري،چې په افغانستان کې د داعش ترڅنګ نورې ترهګرۍ ډلې هم فعالیت لري او باید وځپل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist