Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: اسلامي امارت له  نړۍ سره مثبتې ډیپلوماټیکې اړیکې غواړي

متقي: اسلامي امارت له  نړۍ سره مثبتې ډیپلوماټیکې اړیکې غواړي

admin by admin
2023/03/25

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په یوه مقاله کې ویلي،اسلامي امارت له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او په خبره یې دوه اړخیزه اړیکو کې د ټولو ګټې دي.

متقي په دغه مقاله کې چې د وزارت پر ویبپاڼه خپره شوې،ویلي، افغانستان کې بې ساری فرصت رامنځته شوی،ترڅو ټول هېوادونه ورسره تعامل ته ننوځي.

متقي زیاته کړې:« پوهېږو،چې اوس مهال نړۍ کې نړیوالو اړیکو د دولتي او نادولتي لوبغاړو ترمنځ د رغنده تعامل په پایله کې ښه پرمختګونه کړي دي. پر دوه اړخیز درناوي او مشترکو ګټو ولاړې اړیکې د وخت اړتیا او د ټولو لوریو د ګټو د خوندیتوب معقوله لار ده. د افغانستان اوسنی حکومت پر همدې ذهنیت له نړۍ سره د مثبت تعامل لپاره لاس اوږدوي.»

متقي په دغه مقاله کې ویلي،د اوسني خراب اقتصادي وضعیت لوی لامل د امریکا له لورې د افغانستان پر مالي او بانکي سیستم لګېدلي محدویتونه دي،چې باید ژر تر ژره لرې شي.

متقي زیاتوي:« افغانستان کې شته بشري وضعیت زموږ او د نړۍ ګډ انساني مسوولیت دی. په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو یو اساسي لامل زموږ پر مالي او بانکي نظام د متحده ایالتونو له خوا لګېدلي بندیزونه دي،چې زموږ ډېری ملکي او بشري پروژې يې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي. د اوسني اقتصادي او بشري وضعیت اساسي حل دا دی،چې د افغانانو پر مالي او بانکي نظام بندیزونه لرې کړل شي او فرصت ورکړل شي،چې افغانان پر خپلو ظرفیتونو او ابتکارونو د بشري ستونزو حل راوباسي.»

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دغه مقاله کې ویلي، بې ثباته افغانستان د سیمې او نړۍ په تاوان دی او اوسني نظام سره باید د یوه خپلواک هېواد په توګه چلن وشي.

هغه زیاته کړې:«موږ په خپل وار د ډاډمن امنيت او سياسي ارادې له پلوه له هر هېواد سره د ګډو منافعو پر بنسټ شراکت ته چمتو يو. په خپلو پښو ولاړ افغانستان د هر چا پر ګټه دی او له پښو لوېدلی افغانستان د ټولو پر زیان دی. نړۍ باید  له اسلامي‌ امارت سره سياسي او اقتصادي اړيکې رامينځته او له افغانستان سره د يوه خپلواک هېواد په توګه چلن پيل کړي. بديله لاره او د تیرو ناکامو تجربو تکرار د هېچا پر ګټه نه ده.»

امیرخان متقي تر دې غوښتنو ور اخوا دغه مقاله کې د هغو لاسته راوړونو خبره هم کړې ،چې د اسلامي امارت له لورې په تېرو نږدې ۱۸ میاشتو کې تر سره شوي دي.

له نشه یي توکو سره مبارزه، د امنیت ټېنګښت، د تېر حکومت ۵۰۰ زرو کارکوونکو ساتل او یو شمېر نور هغه موارد یاد شوي دي،چې اسلامی امارت یې لاسته راوړنه یادوي او دې ټولو ته په کتو له نړۍ د همکارۍ غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist