Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا یو ځل بیا افغانستان کې د داعش له شتون اندېښنه ښودلې

امریکا یو ځل بیا افغانستان کې د داعش له شتون اندېښنه ښودلې

admin by admin
2023/03/25

د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان خاورې د نه کارېدلو په اړه د اسلامي امارت پرلپسې ډاډ وروسته هم امریکا وایي، له دغه هېواد دوی او نورو هېوادونو ته ګواښ پېښیدلی شي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال ایریک کوریلا تازه د کانګرس یوې پوځې کمیټې استماعیه ناسته کې افغانستان کې د داعش شتون  په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې امریکا ته هم ګواښ پېښولی شي.

هغه زیاته کړې:«داعش په افغانستان کې هڅه کوي،چې خپل شتون لا پیاوړی کړي، ترڅو له افغانستانه بهر او پر امریکا بریدونه وکړي.»

جنرال کوریلا افغانستان کې د داعش وسله والو شمېر څه باندې ۲ نیم زره یاد کړی او زیاته یې کړې یې ده،چې افغان حکومت یې پر وړاندې مبارزه کوي،خو کافي نظامي او استخباراتي ځواک نه لري.

هغه زیاتوي:«افغانستان کې د داعش ډلې شمېر ۲۵۰۰ ته رسېږي،چې دا شمېر یوازې د افغانستان لپاره دی. د الصدیق په نوم داعش ته یوه بله منصوبه ډله هم له  افغانستان بهر د سیمې لپاره فعالیت کوي. د دوی شمېر مهم نه دی،مهم دادي،چې دوی وړتیا لري له افغانستانه بهر د نورو سیمو پر وړاندې پلانونه جوړ کړي. موږ پوهېږو،چې طالبان د داعش پر وړاندې مبارزه کوي،خو دوی کافي استخباراتي ځواک نه لري،چې د هغو ګواښونو پر وړاندې مبارزه وکړي، چې موږ یې په اړه خبرې کوو.»

 د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې امریکایي جنرال څرګندون ته کلک غبرګون ښودلی او ویلي دي،چې  امریکا په قصدي ډول داعش ډله ګواښوونکې او لویه معرفي کوي.

مجاهد زیاته کړې:«په افغانستان کې د داعش ډلې د تعداد په اړه د امریکایي چارواکو څرګندونې حقیقت نه لري. داعش له پخوا څخه په مراتبو کم شوي او ځپل شوي دي. د امریکایي چارواکو لخوا له دې موضوع سره دلچسپي او د هغوی لویه ښوونه پخپله له داعش سره مرسته او هغوی ته کمپاین دی،چې باید ودرول شي.»

بل خوا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په یوه مقاله کې یوځل بیا د ډاډ په توګه ویلي،چې نظامي ځواک یې پياوړی دی او چاته به اجازه ورنه کړي،چې خاروه یې د نورو پر ضد وکاروي.

متقي زیاته کړې:« موږ په خپل وار د ډاډمن امنيت او سياسي ارادې له پلوه له هر هېواد سره د ګډو منافعو پر بنسټ شراکت ته چمتو يو. اسلامي امارت په دغه موده کې امنیتي ځواکونه منظم او سرتاسري امنیت یې ټینګ کړ او هېچا ته یې فرصت نه دی ورکړی،چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.»

 د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې اند دي،چې داعش په افغانستان کې په دومره کچه شتون نه لري، څومره ترې سیمه او نړۍ اندېښنې څرګندوي.

له دې وړاندې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو هم افغانستان کې داعش ډلې شتون ته اندېښنې څرګندې کړې وې او ویلي ول،چې دا ډله د سیمې ثبات ننګولی شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist