د افغانستان مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت و یاند عنایت الکوز وايي، د کریډټ کارتونو له لس سلنه ټیکس په تیرو پنځه میاشتو کې دوه میلیارده او پنځه دېرش میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.
الکوزي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي،د عواید په را ټولولو کې شفافیت رامنځته شوی او له همدې امله د تیر پرتله عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی.
الکوزي همدراز ویلي، چې د غلام خان له لارې د فایبر نوري د نښلولو په اړه خبرې شوي او تمه یې ښودلې،چې له یادې لارې له منځنۍ اسیا سره د نوري فایبر له لارې افغانستان ونښلول شي.