د افغانستان مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي،څو کاله وړاندې د هلمند په نوزاد او کجکي ولسوالیو کې مخابراتي شبکو د یو لړ امنیتي ستونزو له امله خپل فعالیتونه درولي وو،چې بیرته پیل شول.
اوس هلته په یادو ولسوالیو کې د موبایلونو انتونه فعال او له سټلایټ سره نښلول شوي دي، چې ورسره د نوزاد او کجکي ولسوالیو اوسېدونکي د مخابراتي چوپړتیاوو برخمن شوي دي.
وزارت په پام کې لري،چې په نږدې راتلونکي کې د هلمند په سنګین، باغران او بهرامچې ولسوالیو کې هم مخابراتي چوپړتیاوې بېرته پیل کړي.