Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بلخ اوسېدونکي: له اسلامي امارته غواړو د لرغونو ځایونو او اثارو ساتنې ته پام وکړي 

د بلخ اوسېدونکي: له اسلامي امارته غواړو د لرغونو ځایونو او اثارو ساتنې ته پام وکړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/04

 د بلخ ولایت اوسېدونکي وايي، په دې ولایت کې لرغوني ځایونه او اثار د وېجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او له اسلامي امارته غواړي، چې دې برخې ته پام وکړي.

د بلخ اوسېدونکی مجنون وايي:« په تېر حکومت کې د بلخ يو شمېر تاريخي اثار ورغول شول؛ خو اوس يې بيا ډېر ځايونه فرسوده شوي او د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ شوي، له اوسني حکومته غواړو چې دې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.»

د بلخ یو بل اوسېدونکی مولو الدين وايي:« له نېکه مرغه اوس امنيت ښه دی، نو له اسلامي امارته غواړو، چې د بلخ هغو لرغونو اثارو رغونې ته دې جدي پام وکړي، چې د نابودۍ له ګواښ سره مخ دي.»

په ورته مهال مزارشريف کې لرغون پوهان وايي، حکومت بايد د تاريخي اثارو او لرغونو شتمنيو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي، ترڅو په دې ډول د افغانانو فرهنګ او هويت خوندي پاتې شي. 

لرغون پوه صالح محمد خليق وايي:« د يوه ملت د فرهنګي او تاريخي هويت د ژوندي ساتلو لپاره د لرغونو اثارو او تاريخي آبدو ساتنه اړینه ده. د نړۍ ټول هېوادونو دې برخې ته پاملرنه کوي او موږ هم بايد ورته پام وکړو.»

اخوا د  بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مشر ذبیح الله  نوراني بیا  وايي، له اغاخان بنسټ او يونیسکو سره یې پر ګډه هڅې پيل کړي، ترڅو هغه لرغوني اثار خوندي کړي، چې دمګړی د نابودۍ تر ګواښ لاندې دي. 

نوراني زیاته کړه:« کوم لرغوني اثار او ځايونه، چې د نابودۍ له ګواښ سره مخ دي، په ډېر لنډ  وخت کې به له اغا خان بنسټ او يونسکو سره پر ګډه د هغو د بيارغونې او خوندي کولو لپاره کار شروع کړو.»

نوراني  له عامو خلکو هم غواړي، چې د بلخ په لرې پرتو سيمو کې دې د لرغونو اثارو او تاريخي ځايونو ساتنې ته په مسوولانه ډول  پام  وکړي. 

بلخ کې د لرغونو ځايونو په درلودو سره، چې عمر يې له درېیوو تر پنځه زره کلونو رسېږي، د افغانستان مهم او تاريخي ولايت ګڼل کېږي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې
فرهنگ او هنر

د هرات لوی جامع جومات بیارغنیزې چاری ۷۰ سلنه بشپړې شوې

اپریل 21, 2026
افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري
فرهنگ او هنر

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو
فرهنگ او هنر

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې
فرهنگ او هنر

د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې

مارچ 25, 2026
بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
فرهنگ او هنر

بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 19, 2026
دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه
فرهنگ او هنر

دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه

فبروري 10, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist