Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل ښاروالۍ: د نیمګړو پروژو چارې به تر دوو اونیو پيل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/10/30

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي،په راتلونکو شااوخوا دوه اوونیو کې به ښاروالۍ هغه پروژې بېرته پیل کړي،چې چارې یې پر ټپه ولاړې دي او د نړیوال بانک ل خوا تمویل کېدې.

بارکزی وايي،د زرنګار پارک شااوخوا ۹۹۶ متره پلې لارې د بشپړولو چارې یې پیل کړي،چې لس سلنه چارې یې مخکیني حکومت کې پیل شوې وې.

هغه وايي، دغه پروژه د کابل ښاروالۍ له داخلي تولیداتو جوړېږي،چې یوازې ځینې خام مواد ورته له بازار راوړل کېږي.

بارکزي زیاته کړه:« د زرنګار پارک شااوخوا چې ښاروالي هم په کې راځي،تقریباً ۹۹۶ متره دی،چې لومړی سنګ فرش کېږي او سنګ فرش هم زموږ خپل د حفظ او مراقبت ریاست تولید دی. دا د کابل ښاروالۍ پروژه ده،خپله مو پیل کړې وه او خپله یې بشپړوو.»

بارکزی وایي، درې ډوله پروژې یې درلودې،چې ځینې یې له خپلې بودیجې، ځینې له ملي بودیجې او یو شمېر هغه بیا نړیوال بانک او نورو مرستندویانو تمویلولې،چې د جمهوریت په تګ سره یې چارې پر ټپه ولاړې وې.

د بارکزي په خبره، هغه پروژې چې د کابل ښاروالۍ له بودیجې وې بشپړې شوي، خو هغه چې نړیوال بانک پیل کړې وې او شااوخوا ۷۶ پروژې دي، چارې یې پر ټپه ولاړې دي.

بارکزی زیاتوي:« درېیم رقم یي دا دي،چې نړیوال بانک او ځینو انجوګانې له موږ سره همکارې دي،د هغې کارونه پر ټپه ولاړ دي او موږ ورسره په اړیکه کې یوو،چې ان شاءالله په نږدې راتلونکي کې به  د هغو کارونه هم پیل کړو.»

د کابل ښاروالۍ د غصب شویو ځمکو او املاکو د بېرته راګرځولو خبره هم کوي،چې په وینا یې د تېرو سلو کلونو اسناد او مدارک ورسره دي او ټولې دولتي او خصوصي ځمکې په کې مالومې دي،چې غصب شوې دولتي ځمکې به بېرته راوګرځوي.

بارکزی وايي:«غاصب نور هېڅ وخت له خپل نفوذ کار نه شي اخیستی. ولې چې د کابل ښاروالۍ کتابونه او اسناد هر څه موجود دي،که تپه وي او که کوڅه یا بل ځای مالوم دي. چې دولتي دي که شخصي او دا د محکمې کار دی او موږ ورسره سل په سلو موافق یوو.»

د خلکو غوښتنه له اسلامي امارته همدا ده،چې ټولې پر ټپه ولاړې پروژې بېرته پیل کړي او ګټې اخیستنې ته یې برابرې کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist