Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

نوي کلن حیات خان: پر ناروغ ځان د لسو کسانو سرپرستي را پرغاړې ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/10/30

د کابل په  ختیځه برخه احمد شاه بابا مینه کې په دې کنډواله کور کې د ماشومانو په ګډون د لسو کسانو سرپرستي،دا ۹۰ کلن سپين ګيری حيات  الله خان کوي.

دا عمر خوړلی د کار څه چې  ان  د خبرو کولو توان يې هم نور له لاسه ورکړی وايي، پر  ناروغ ځان او دې حالت مې ايسکريم  پلورل،خو په خبره یې اوس هوا سړه شوې، نور د ګرځېدو تاب نه لري او د ټولې ورځې مزدوري يې لس يا شل افغانۍ وي. 

حیات وايي:« سږ کال زه ډېر پرېشانه یم. د زړه ناروغي لرم. کله چې د کار لپاره ښار ته ووځم، ډېری وخت درد راباندې راځي، لوېږم، بیا د اسکریم لاس ګاډی نیسم. کله مې چې حالت ښه شي، بیا حرکت کوم.» 

حيات وايي، په ژوند يې ډېر تشويشونه وکړل،ستونزې يې وګالې، خو د اوس تشويش يې د کفن پیسو له پاره دی،چې له کومه به یې کړي. 

 د نوي کلن سپين ګيري حيات الله زوی،چې پر تنه روغ ښکاري،خو د مېرګيانو ناروغتیا  دومره غورځولی،چې ان يوه پښه یې بې ځايه شوې. 

د حیات الله ناروغ زوی وايي:« ورورجانه! زه په خپله ډېر ځورېږم. زه ناروغ یم.که ناروغ نه وی، خپله به مې کار کاوه. اوس مې بېچاره  نوي کلن پلار په دغه حالت خواري  او کار کوي. پلار مې که د ورځې ۵۰ افغانۍ وګټي، یا ۱۰۰ افغانۍ وګټي، موږ ته یې راوړي او موږ خپل وخت پرې تېروو.» 

د کابل په ختیځې څنډې احمدشاه بابا مېنه کې شپاړسم بلاک کې د حيات خان له کورنۍ سره پيوسته دا کورنۍ د تاج محمد ده.

هغه چې د ديارلس کسانو سرپرستي کوي، وايي، همدې تېرو ورځو کې د کور کمپلې د يو وخت خوراک په بدل وپلورلې او اوس بيا د سهار او ماښام لپاره  حيران ناست وي. 

تاج محمد زیاتوي:« کله مې له ماشومانو سره څوک  ۵۰ یا ۱۰۰ افغانۍ مرسته وکړي، پر همدې وخت تېروو. کار نه شته دی. دوه زره افغانۍ هم راسره نه شته دی،چې خپل ځان ته پرې کارو بار پيل کړم.» 

تاج محمد او حيات الله،چې د ژوند دا شپې او ورځې له خپلو بچيانو سره په سختۍ تېروي، له شتمنو هېوادوالو غواړي،چې لاسنیوی یې وکړي. 

تاج محمد وايي:« له شتمنو هېوادوالو غواړم،چې راسره مرسته وکړي. د ماشومانو لپاره مې جامې نه شته دی. د ژمي لپاره کمپلې نه لرم. لرګي نه لرم. له سوداګرو او شتمنو هېوادوالو مو غوښتنه دا ده،چې هر څه یې په وس کې وي، راسره مرسته وکړي.» 

د اسلامي امارت په راتګ سره شااوخوا شاه درې ميلیونه وګړي بې دنده شول، چې په تېر يې له مياشتينۍ تنخوا ورځنۍ اړتياوې پوره کولې او اوس له ستونزو کړيږي. 

اخوا ملګرو ملتونو هم د دغو  بې وزله افغانانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او د ژر مرستو تمه لري.

هغه بشري مرستې،چې نړیوالو یې ژمنه کړې وه،د نامالوم لامل له امله نه دي شوي ،ې ملګري ملتونه یې د ژر راټولولو غوښتنه کوي.

 د ملګرو ملتونو د مالوماتو، له مخې،په افغانستان کې اوس مهال شااوخوا ۲۰ میلیونه وګړي جدي بشري مرستو ته اړتيا لري.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist