Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل ښاروالۍ: د هغو سړکونو او کوڅو رغولو چارې پیل شوي چې کارونه یې نیمګړي پاتې وو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/10/28

د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، په کابل ښار کې د یو شمېر هغو سړکونو او کوڅو د بیا رغولو چارې پیل شوې، چې کارونه یې نیمګړي پاتې وو.

د دغو سړکونو له ډلې یو هم د کابل دوولسمې  اړوند بګرامیو سیمه کې هغه سړک دی، چې د اسلامي امارت په راتګ یې د جوړولو چارې پر ټپه ولاړې وې.

د ښاروالۍ مسوولین وايي، ياد سړک چې ۹۵۰ متره اوږدوالی او لس نيم متره پرخوالی لري، زر به يې پاتې کارونه تر سره او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د کابل ښاروالۍ غړی عبدالقيوم عمران وايي: «د خوشبختۍ ځای دی، د کابل ښاريانو له پاره چې له لنډې دمې وروسته د سړک جوړونې، زيربنايي او کانال جوړونې چارې بيا پيل شوې. خوښ يو چې د ښاروالۍ له مقامه مو هدايت تر لاسه کړل او کارونه یې پيل شول.»

د سړک د بيارغولو دا چارې چې د کابل ښاروالۍ له داخلي عوايدو يې تمويل کیږي، شااوخوا يو کيلو متر اوږدوالی او لس نيم متره پراخوالی لري.

مسوولین وايي، په دولسمه  حوزه د ښاروالۍ له لورې د کوڅو پخولو چارې هم پيل شوي دي.

اخوا د سړکونو او کوڅو د پاتې انکاشفي کارونو بشپړاوي له پاره ښاريان خوښ دي او لا په دې برخه کې د فعاليت غوښتنه کوي.

د کابل دولسمې حوزې یو تن اوسېدونکی وايي: «اوس خوشاله په دې يواو هېله هم لرو، چې دا سړک پوخ شي، د خلکو له پاره به هم سهولت وي، د ډريورانو له پاره هم او د هغه خلکو له پاره هم چې کار کوي، اوس مهال خوشاله يم او هېله من يم چې پخير افتتاح شي.»

د کابل دولسمې حوزې یو بل اوسېدونکی وايي: «خوشاله په دې يو چې هغه امکانات چې په نه شتون حساب دی. په دې امکاناتو کې موږ ته دومره کوشش کېږي، کوڅې مو پخيږي، نو ډېر خوشاله يو.»

غوښتنه هم دا ده چې اسلامي امارت دې د هغو  انکشافي پروژو بيا پيل له پاره جدي ګامونه واخلي، چې په مخکيني نظام کې يې کارونه نيمګړي پاتې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist