Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مسوولین: جګړه کې د بهرنیو جنګیالیو شمېر زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/21

مشرانو جرګې امنیتي او دفاعي مسوولین استجواب کړي وو.

مسوولینو جګړه کې د ملکي تلفاتو پر زیاتېدو اعتراف وکړ.

ملي دفاع وزارت د ملکي وګړو د تلفاتو لوړیدل تبلیغات یادوي، خو ملي امنیت تاییدوي چې جګړه کې د ملکي وګړو تلفات لوړ شوي دي.

مشرانو جرګې د ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت ریاست مسوولین استجواب کړي چې د نامسووله وسله والو د فعالیت، جګړه کې د ملکي وګړو د تلفاتو لوړیدو، جنایي پيښو ګراف لوړیدو او پر مخالفو وسله والو د وسلو د پلور په تړاو خپلې اندیښنې شریکې کړي.

ملي دفاع وزارت مرستیال جګړه کې د ملکي وګړو د تلفاتو د لوړوالي راپورونه تبلیغات یادوي، خو د ملي امنیت رییس بیا مني چې تلفات لوړ شوي دي.

خو د مسوولینو د ځوابونو تمرکز پر دې و چې جګړه کې اوس بهرنۍ ترهګرې ډلې زیاتې فعالې شوي او د بیلابیلو هېوادونو وګړي یې مړه او ژوندي کابل کې سفارتونو ته سپارلي دي.

د جګړې شدت او د بهرنیو ترهګرو فعالیت په افغانستان کې هغه لاملونه یاد شول چې تلفات پکې لوړ شوي دي.

له دې سره کورنیو چارو وزارت وایي، د جنایي جرمونو ګراف راټيټ شوی او له نامسووله وسله والو سره مبارزه کې جدي دي.

که څه هم افغان امنیتي او دفاعي ادارې وایي چې په تعرضي حالت کې دي، خو سناتوران وایي، افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې دي چې وسله والو او ترهګرو ډلو بریدونه زیات کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist