Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اتمر یو ځل بیا د سرپرست حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/20

ولسمشرۍ ته نوماند، محمد حنیف اتمر وايي، ولسمشر محمد اشرف غني مسؤل دی چې ولسمشریزې ټاکنې په خپل وخت ترسره کړي.

 

اتمر وايي، د جوزا له لومړۍ ورځې هاخوا د ولسمشر غني او عبدالله د کار دوام غیر قانوني او د هېواد په خیر نه دی.

 

ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر وایي، که ولسمشر غني اساسي قانون نقض کړي او حکومتي دستګاه د ځان لپاره وکاروي، هېواد به د سیاسي بې ثباتۍ په لور وغوځېږي.

 

اتمر وایي، که غني قانون ته غاړه کېنږدي، دوی به د قانون په چوکاټ کې پر بدیلو لارو چارو غور وکړي.

 

اتمر پر حکومت نیوکه وکړه چې سولې ته ژمن نه دی او په قطر کې بین الافغاني ناستې د لغوه کېدو لامل یې بولي.

دوی وړاندیز کوي چې باید سرپرست حکومت رامنځته شي.

 

اتمر له ټولو دولتي کارکوونکو غوښتنه وکړه چې د قانون په ماتولو کې د ولسمشر غني ملاتړ ونه کړي او خپل مسؤلیت وپېژني.

ارګ د اتمر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، په مخکېني حکومت کې د ټاکنو د ځنډ په اړه د افغانستان د جمهوررئیس د خبرو ویډیو د سترې محکمې د نظر له اعلان دمخه وه او وروسته له هغه چې سترې محکمې

د وخت د ټاکنو په اړه نظر اعلان کړ، جمهوررئیس غني د سترې محکمې پرېکړې ته درناوی وکړ.

ولسمشرۍ ماڼۍ همداراز د سرپرست حکومت د جوړولو په تړاو د اتمر غوښتنه د اساسي قانون خلاف وبلله.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري پر ټوېټر لیکلي، د ګرانو هیوادوالو د خبرتیا لپاره یادونه کېږي چې د اساسي قانون د تفسیر یوازینۍ مرجع د افغانستان د اسلامي جمهوریت ستره محکمه ده او هر ډول ترتیباب په

اصطلاح “موقت او یا سرپرست حکومت” د اساسي قانون او نظام خلاف دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist