Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ډالرو قاچاق د افغانیو ارزښت ټيټ کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/18

د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ورځ تر بلې په ټيټېدو دی.

د ډالرو پر وړاندې افغانۍ په بې سارې توګه ورځ تر بلې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

په سیمه کې اقتصادي بدلونونه، سیاسي پیچلې وضعیت او د وارداتو او صادرتو تر منځ لوړ توپیر د افغانستان بانک د افغانینو د بې ثباتۍ لاملونه په ګوته کوي.

خصوصي سکټور پر حکومت نېوکه کوي چې د افغانۍ ثبات لپاره یې اقدامات موقتي دي او بنسټيز کار نه دی شوی.

د بهرنیو کرنسیو پر وړاندې افغانۍ تر بل هر وخت ډېر خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. 

د افغانیو ارزښت ساتنې لپاره د مالي کال له پیل څخه ۸۵۰ ميلیونه ډالر بازار کې ليلام شوي خو سربېره پر دې افغانۍ په بې ساري توګه د ډالر پروړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

په ګاونډي هېوادونو کې اقتصادي بدلونونه، په کور دننه سیاسي کړکېچونه او په ټوله کې د ملي اقتصاد خراب وضعیت د افغانستان بانک د افغانیو د بې ثباتۍ لاملونه بولي.

که څه هم د افغانستان بانک په اونۍ کې درې ځلې ډالر مارکیت کې لیلام ته وړاندې کوي، خو د افغانۍ د موقف او ارزښت ساتلو لپاره د حکومت کړنې موقتي او لنډمهاله بلل کیږي. د بهرنیو کرنسیو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره د لا ډېرو بنسټیزو اقداماتو سپارښتنه کیږي.

بهرنیو هېوادونو ته د ډالرو قاچاق او غیر قانوني لېږد او په کور دننه د افغانستان بانک له لوري د افغانیو غیر متوازن لیلام هغه فکټورنه بلل کيږي چې له امله یې مارکيټ کې د ډالرو تقاضا لوړيږي او په نورو کرنیسو منفي اغیزه لري.

نن د کابل د شهزداده سرای په مارکیټونو کې ډالر د افغانیو پر وړانډې په 79.15 افغانېو پېرل کېده، د ډالرو لوړیدل په بازارونو کې د خوراکي توکو او نفتي موادو په بیو هم اغیز کړی او خلک یې انديښمن کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist