Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د زابل د سقوط لپاره طالبانو حشر کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/17

زابل ته له غزني او ارزګان سلګونه وسله وال طالبان ور ټول شوي چې سقوط یې کړي.

د زابل والي رحمت الله یارمل وايي، له غزني او ارزګان سلګونه وسله وال راټول شوي څو زابل سقوط کړي.

په تازه جګړو کې چې تېرو دوو ورځو کې د شملزو او شینکۍ ولسواليو کې شوي، طالب وسله وال توانېدلي، چې د شملزو ولسوالۍ مرکز او د شینکۍ ولسوالۍ اړوند “سیوري” سيمه کې د پولیسو یو لوی مرکز د څو ساعتونو لپاره تر خپل واک لاندې راولي.

دغه سيمې، چې بیرته د امنیتي ځواکونو تر سختې جګړې وروسته د افغان حکومت په کنټرول کې شوي، دزابل د امنیه قوماندانۍ اړوند د عملیاتي کنډک قوماندان او د شملزو ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر په ګډون ۳۴ سرتېري په کې وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

د زابل د ولایتي شورا مشر د دغې جګړې د اوږدېدو او سرتېرو د مرګ ژوبلې اوښتو سبب، د چارواکو تر منځ نه همږغي او پولیسو ته پر وخت د ملي اردو د مرستې نه رسېدل ګڼي.

د شورا رییس رییس عطا جان حق بیان همدا ډول پر مرکزي حکومت تور پوري کوي، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې په ولسواليو کې د محاصره سرتېرو لپاره یې د مرستې غوښتنه نه ده منلې.

خو د زابل والي رحمت الله یارمل بیا د دغه ولایت د چارواکو تر منځ د نه همږغۍ خبره ردوي او وايي، په ولایتي کچه د مسوولینو تر منځ همږغي موجوده او طالبانو هیڅ سیمه تر اوسه نه ده نيولې.

یارمل وايي، د زابل ترڅنګ له ارزګان او غزني څخه سلګونه طالب وسله وال دغه ولایت ته راغلي، تر څو ځينې ولسوالۍ سقوط کړي، خو په وینا یې، چې وسله وال د افغان سرتېرو په سخت مقاومت سره پر شاه تمبول شوي دي.

ها خوا طالبانو هم د یوه پیغام په خپرولو سره ادعا کړې، چې د دغه ولایت د سیوري نا رسمي ولسوالي، چې اوس د شینکۍ ولسوالۍ اړوند سيمه ده په بشپړ ډول نيولې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist