Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

لعلپورې ولسوالي له طالبانو پاکه شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/12

ولسي پاڅون کوونکو لعلپورې ولسوالي له طالبانو پاکه کړه.

دننګرهارپه لعلپورې ولسوالۍ کې له طالبانو نیول شوې سیمې بیا دطالبانو لاس ته نه ځي.

ختیځ کې دپوځ مسؤلین وایي، لعلپوره ولسوالۍ یې له طالبانو پاکه کړې او ددایمي امنیت په موخه یې ولسي پاڅون کوونکي ځای پرځای کړي.

ځایي خلک وایي، دطالبانو ظلمونو اړکړل، چې پرضد یې وسله پورته کړي.

د لعلپورې ولسوالۍ ګڼې سیمې چې اوس د افغان حکومت تر حاکمیت لاندې دي کلونه له وسله والو طالبانو سره وې.

پردې سربېره څېرمه ولسوالیو او د مرکزجلال اباد د ناامنیو پلانونه وسله والو له همدې ځای تنظیمول.

د ننګرهار د ملي امنیت مشر جنرال نظر علي واحدي وایي، له افغان ځواکونو سره د ولسي خلکو غوڅ ملاتړ وسله وال مات کړل.

خلک وایي، کلونه د وسله والو طالبانو په ولکه کې وو او ژوند یې سخت و.

دوی وایي، اوس یې وسله د وسله والو پرضد پورته کړې او خوښ دي، چې خپلې سیمې ساتي.

ختیځ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال محمد ایوب حسین خېل بیا له وسله والو د نیول شویو سیمو د دایمي امنیت ژمنه کوي او زیاتوي چې هیڅ کله به اجازه و ر نه کړي چې له طالبانو نیول شوې سیمې بیرته د طالبانو لاس ته ولوېږي.

پر ولسي پاڅون کوونکو سربېره دلته د دایمي امنیت لپاره د سرحدي ځواکونو یو کنډک سرتېري هم ځای پرځای شوي دي.

خلک اوس تر امنیت وروسته له حکومتي مسؤولینو د رغنیزو پروژو غوښتنه کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist