Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

دوحه کې د طالبانو او امریکا خبرې بیا پيل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/07

خلیلزاد له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې سولې ته غېږ ورکړي.

د طالب او امریکایي مرکچیانو خبرې له یوې ورځې دمې وروسته بیا پیل شوې.

د مالوماتو په اساس دواړه لوري په یو لړ موضوعاتو وروستي توافق ته هم نږدې شوي دي.

د دواړو لورو مرکچیان اوس په دې بحث کوي چې مسوده د اسلامي امارت که د طالبانو تحریک تر سرلیک لاندې لاسلیک کړي.

زلمي خلیلزاد بیا پر طالبانو او افغان حکومت غږ کړی چې تاوتریخوالي د کمولو لپاره دې جدي کار وکړي.

د روژې میاشتې په احترام طالبانو او امریکايي مرکچیانو لومړی ورځ په رخصتۍ تېره کړه، خو د سه شنبې په ورځ دواړه لوري خپل تاریخي او حساس مسولیت باندې بحثونه پیل کړي.

له لومړي سره تمه دا وه چې شپږم پړاو خبرې به له لاسته راوړنو ډکې وي، هغه څه چې اوس د زیات پرمختګ خبره کیږي.

دواړه لوري به په دوو موضوعاتو له توافق وروسته په اوربند او بین الافغاني خبرو بحث پيل کړي.

زلمي خلیلزاد په طالبانو او افغان حکومت غږ کړی چې د تاوتریخوالي پای لپاره دې کار وکړي.

خلیلزاد داسې ویلي ((له ډېرې مودې راهيسې افغانانو جګړه تجربه کړې او زغملې په دې هيله ،چې اوس وخت کې يو بل ته له ستونزو تېر شي او د تاوتريخوالي پايته رسولو ته ژمنتيا و ښيي او سولې ته غېږ ورکړي.))

سولې عالي شورا د تېر په څېر د خبرو هر کلی کوي، مګر له زلمي خلیلزاد یې لویه غوښتنه دا ده چې طالبان له دوی سره خبرو ته کینوي.

تراوسه مالومه نه ده چې دا ځل به د زلمي خلیلزاد او طالبانو تر منځ خبرې څو ورځې دوام وکړي، خو تمه شته چې دا ځل خبرو کې یوې پایلې ته ورسیږي.

تر دې وړاندو بحثونو کې خلیلزاد ویلي و چې په هر څه بحث کیږي، خو تر څو چې په ټولو موضوعاتو هوکړه و نه شي، په هیڅ هم هوکړه نه کیږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist