Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان او امریکا به دا ځل په مهمو مواردو هوکړه وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/04/30

پخوانی  طالب چارواکی اکبر اغا وايي امریکا او طالبان به دا ځل په دوه مهمو مواردو هوکړه و کړي.

د خلاصون لارې شورا مشر اکبر اغا د زلمي خلیل زاد او طالبانو ترمنځ دا ځل ناسته د تیر پنځم پړاو بشپړوونکې بولي.

تحلیل دا دی چې د زلمي خلیلزاد په شپږم سفر کې باید د اوربند پریکړه وشي٫ ترڅو د سولې خبرو ته یوه لاره پرانستل شي.

د زلمي خلیلزاد په دې سفر کې پاکستان له بین الافغاني مذاکراتو خپل ملاتړ کړی چې راتلونکې هوکړه به په افغانستان کې سوله راولي.

زلمي خلیلزاد د خپل سفر په شپږم پړاو کې پاکستان ته لاړ چې وروسته به قطر ته سفر وکړي او هلته به د افغان سولې په تړاو له طالب چارواکو سره خبرې وکړي.

د خلاصون شورا مشر اکبر اغا وایي٬ د قطر په شپږم پړاو خبرو کې د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د بهرنیو ځواکونو په وتلو او له افغانستان نورو هیوادونو ته د تهدید د نشتون په تړاو باندې یو وروستی بحث کېږي.

اکبراغا وايي٬ طالبان لومړی غواړي بهرني ځواکونه ووځي او وروسته به طالبان د بین الافغاني خبرو میز ته اماده شي.

تحلیل کوونکي بیا د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ په اوربند باندې ټینګار کوي.

خو له قطر وړاندې زلمی خلیلزاد پاکستان تللی چې هلته یې د پاکستاني چارواکو ملاتړ د افغان سولې په تړاو تر لاسه کړی دی٬ چې په افغان سوله کې ښه رول لوبولی شي.

زلمي خلیل‌زاد داسې ویلي (( پاکستان د بین الافغاني مذاکراتو په اړه بيا خپل ملاتړ اعلان کړ او دا سولې پروسې په پرمختګ کې ښه رول لوبولی شي. په خبرو کې دا هم ويل شوي، چې راتلونکې هوکړه به افغانستان کې تل پاتې سولې او ثبات ته زمينه برابره کړي او افغانستان کې سوله به په نړيواله کچه همکارۍ او پراختيا ته زمينه برابره کړي.))

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد پر خپله ټویټرپاڼه ليکلي چې په کابل کې د غونډو نتايج به له اسلام‌اباد او دوحې سره شریک کړي چې څه ډول ژر تر ژره د بین‌الافغاني خبرو زمینه رامنځته کېدای شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist