Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغانستان کانونه د جګړې لپاره کارېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/04/24

د کانونو وزارت وايي لا هم د افغانستان په کانونو زورواکي حاکم دي.

د افغانستان کانونه د جګړې لپاره کارېږي

د کانونو وزیره وايي، د هېواد په ډیری کانونو اوس هم د حکومت وسه وال مخالفین او زورواکي واکمن دي چې د خپلو ګټو لپاره یې کاروي.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا د امنیتي ننګونو سره سره یې د کانونو تثبیت لړۍ ته دوام ورکړی او تر دې دمه یې یو نیم زر ډول ډول کانونه په نښه کړي دي.

د کلیو پراختیا وزارت بیا د زرګونو پروژو د پلي کولو سربیره ادعا کوي چې کاري فرصتونه یې برابر کړي دي.

ملت ته د حساب وروکولو لړۍ کې دا ځل د کانونو او پټرولیم وزارت،د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د درملو چارو د تنظیم ملي اداره او نفتي موادو او او اوبلن ګاز اداره رسنیو مرکز ته راغوښتل شوي چې خپل د تېر کال کړنې او راتلونکي پلانونه له رسنیو سره شریک کړي.

د نفتي توکو او ګازو د تنظیم اداره میلیونونه افغانۍ عواید افغان دولت ته ورکړي خو دا هم تاییدوي چې لویدیځو ولایتونو کې د غیر قانوني نفتو قاچاق لړۍ جریان لري.

د کانونو او پطرولیم وزارت بیا د تېرو پروژو په مدیریت کار کوي، چې تر اوسه یې ۱۴۲۳ کانونه تثبیت کړي خو د دی وزارت وزیره زیاتوي چې د زورواکو شتون د دې لامل کیږي چې د دې معادنونو څخه د دولت په ضد ډیر کار واخیستل شې.

د درملو چارو تنظیم اداره وایې چې تراوسه د درملو څار یوازې یو لابراتور شتون لري چې دا هېواد ته د ټولو درملو د څار لپاره بسنه نه کوي.

له دی سره د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي چې ۱۰۰۶ پروژې بشپړې کړي دي او په یادو پروژو کې یې یو سل او څلوېښت زره کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي چې سل زره یې ښځي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist