Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا: افغانان دې د سولې له فرصته ګټه پورته کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/04/22

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو وايي، ښکیل اړخونه باید له موقع ګټه پورته کړي او په دوحه کې د مذاکراتو لپاره د ګډونوالو پر نوملړ هوکړه وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر دا خبرې دوه ورځې وړاندې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټلیفوني خبرو کې کړي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا بهرنیو چارو وزیر په دې هوکړه کړې چې د دوحې کنفرانس د سولې خبرو پرمختګ لپاه ښه موقع برابرولی شي.

مایک پمپیو په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو په ځنډیدو د خواشېنۍ د ښودلو سربیره  د طالبانو له لوري د پسرلنیو عملیاتو اعلان غندلی دی.

د امریکا او طالبانو خبرې – 

ټاکل شوې چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په راتلونکو اونیو کې له طالبانو سره بیا خبرې پیل کړي چې اصلي موضوع به یې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو د وتلو مهالوېش وي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، له امریکايي پلاوي سره به د دوی د راتلونکي دور خبرې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په مهالویش متمرکزې وي.

د یکشنبې په ورځ د فرانسې خبري اژانس په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له قوله لیکلي چې، د خبرو په تېر دور کې طالبان له امریکا سره له افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو موافقې ته رسېدلي، خو جزئیات یې لا تر بحث لاندې نیول شوي دي.

خلیلزاد په داسې وخت کې قطر ته ځي او خبرې پیلوي چې قطر کې بین الافغاني ناسته لغوه شوه او ورسره داسې اندېښنې زیاتې شوې چې د امریکا په مشرۍ د افغانستان د سولې هڅې له شاتګ سره مخ شوې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist