Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حامد کرزي د قطر غونډه کې له ګډون انکار وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/04/16

حکومت د سولې خبرو لپاره له طالبانو سره د ناستې نوملړ اعلان کړ.

د قطرغونډه کې د ګډون کوونکو نوملړ اعلان شو

حکومت او سیاسیونو له اوږدو بحثونو وروسته بالاخره هغه نوملړ پاس کړ چې له طالبانو سره په جوړېدونکې ناسته کې ګډون کوي.

په دغه ۲۵۰ کسیز نوملړ کې د بیلابیلو اقشارو استازي راټول شوي چې ښځې هم په کې غوښنه برخه لري.

په ټاکل شویو دوه سوه او پنځوس کسانو کې د حکومتي او سیاسي څېرو تر څنګ مدني فعالان او لږ تر لږه دوه پنځوس مېرمنې شاملې دي.

د دې تر څنګ پخوانی ولسمشر حامد کرزی او یو شمېر نور سیاسیونو په دې ناسته کې له ګډون انکار کړی دی.

له دې وړاندې باور دا و چې په دې ناسته کې به د حامد کرزي په ګډون د مسکو غونډې مطرح څېرې په ناسته کې ګډون وکړي.

نایید شوي راپورونه دا دي چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی او ځینې سیاسیون له حکومت سره د ګډونوالو په نوملړ او د اجنډا پر ټاکل کېدو هوکړې ته نه دي رسیدلي او له همدې امله په غونډه کې ګډون نه کوي.

طالبانو هم د ناستې لپاره د چمتوالی خبر ورکړی خو مخکې یې ویلي چې په جوړېدونکې ناسته کې به له حکومتي او سیاسیونو سره د حکومت په ادرس نه بلکې د سولې په تړاو شخصي بحثونه وکړي.

په دوحه کې به د طالبانو، افغان سیاسیونو او حکومتي چارواکو تر منځ ناسته د اپرېل په ۱۹ پيل او تر ۲۱ نیټې به دوام ورکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist