Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عبدالله عبدالله په لویه مشورتي جرګه کې برخه نه اخلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/04/13

د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه کې عبدالله عبدالله برخه نه اخلي.

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د حکومت اجرایه مشر او د ولسمشر غني د ایتلاف غړي پّه دې جرګه کې ګډون نه کوي.

نږدې دوه اونۍ وروسته به کابل د سولې په اړه د لویې مشورتي جرګې کوربه وي. هغه جرګه چې وسلوالو طالبانو سره به د سولې په اړه حکومت ته د مشورې ترڅنګ سرې کرښې وټاکي.

اوس نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د حکومت اجرایه مشر عبدالله عبدالله او د ولسمشر غني د ایتلاف ځینې غړي به په جوړېډونکې لویه مشورتي جرګه کې له دې امله برخه وانه خلي چې باور کېږي موخه یې د ولسمشر کمپآین دی.

لامل یې اوسه پورې دا ښوول شوی چې ګڼي ولسمشر غني غواړي د جرګې له لارې د ځان لپاره کمپاین وکړي.

د ولسي جرګې ځینې غړي دا اندېښڼه پرځای بولي خو د تحلیل کوونکو باور بیا داده چې کار د جرګې د ناکامولو لپاره روان دی.

د نیویارک ټایمز د راپور یوه برخه کې داسې لیکل شوي (( د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله او د ولسمشر غني د ایتلاف غړي ګواښ کړی چې د سولې په تړاو د زرګونو مشرانو په مشورتي لویه جرګه کې به ګډون و نه کړي.

عبدالله عبدالله او نور سیاسیون د دې لپاره ولسمشر غني ننګوي چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې یې سیال دی او وېره لري چې ولسمشر غني به له راتلونکې مشورتي لویې جرګې څخه د ځان په ګټه کار واخلي.))

د ولسمشرۍ ټاکنو لپآره یو شمېر نورو نوماندانو خو وار له مخه جرګه کې خپل ګډون رد کړی دی.

په دې اړه یوازې تر اوسه پورې د سولې او اعتدال ټاکنیز ټکټ دریځ واضح دی چې جرګه کې برخه نه اخلي.

د اوس لپاره خو د جرګې موخه طالبانو سره د خبرو لپاره لار ښوول بلل شوې ولې اندېښنه داده چې حکومت یې تر شا سیاسي موخې لري او پّه دې سره ښایي پّه جرګه کې د حکومت موده وغځیږي.

لویه مشورتي جرګه کې پخوانیو وکیلانو ته هم بلنه نه ده ورکړل شوې او دغه راز د ولسمشرۍ نوماندانو ته هم له دې امله بلنه نه ده ورکړل شوې چې باور کېږي د جرګې په اجنډا کې ګوتې ونه وهي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist