Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر غني، څلوېښت کلن کړکېچ ته حل ګوري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/03/26

ولسمشر غني کار کوي چې د افغانستان د څلویښت کلونو کړکیچ ته پای پیدا کړي.

ولسمشر غني چې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې سره یې په خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل، تر څو چې د اسیا زړه ثبات پیدا نه کړي په اسیا کې رامنځته کېدونکی تحول نشي بریالی کیدلی.

ولسمشر باور لري چې د ازموینې پر مهال وارخطايي منفي پایلې درلودلی شي.

اروپايي ټولنې هم د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر ملاتړ اعلان کړ.

په دې خبري ناسته کې ولسمشر محمد اشرف غني او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې د ځینو نورو موضوعاتو تر څنګ په سوله هم خبرې وکړې.

خبري غونډه کې سوالونه او ځوابونه نه وو، خو ولسمشر د سولې په تړاو له کنایو ډکې خبرې درلودې.

ولسمشر د سولې روانو هڅو ته په کتو وویل، ازموینه کې وارخطايي، منفي پایلې درلودای شي.

ولسمشر یو ځل بیا په ډاګه کړه چې د اسیا د ثبات لپاره د افغانستان ثبات اړین دی او د مرمۍ او تهدید په زور سوله د بل منفي پړاو پیل دی.

له دې سره د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې ټینګار وکړ چې حکومت دې د سولې له رامنځته شوي فرصت ګټه واخلي او اروپايي ټولنه به همکاري ورسره وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګیراني داسې وویل (( نن افغانستان د تاریخ په ډیر مهم پړاو کې دی ځکه دوی د سولې د فرصت یوه بې سارې کړکۍ موندلې ده چې د ډیرو مسایلو په تړاو مذاکرات وکړي. او دا پروسه مخ ته یوسي، دا هرڅه د افغان حکومت نوښت دی او باید له لاسه ور نه کړل شي.))

د افغان سولې پروسه اوس حساس پړاو ته رسیدلې چې په نیږدې راتلونکې په دې تړاو د دو ناستو جوړیدو تر څنګ د موقت حکومت د جوړیدو بحثونه هم مطرح کیږي، خو د سولې خبرو ښکېل اړخونه د موقت حکومت جوړیدل په اوس کې ردوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist