Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر غني او د اذربایجان جمهور رییس سره وکتل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/03/14

ولسمشر محمد اشرف غني د باکو نړیوالې غونډې په څنډه کې خپل اذربایجاني سیال سره وکتل.

ولسمشر محمد اشرف غني د باکو نړیوالې مجمعې څنډه کې نن غرمه د اذربایجان جمهوررئیس الهام علي اوف سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو مشرانو د سوداګرۍ، صادراتو او وارداتو، ټرانسپورټ او کانونو په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په  اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس الهام علي اوف په تېرو څو کلونو کې د اذربایجان او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر لا ښه کېدو د خوښي څرګندولو  ترڅنګ وویل، زموږ اړیکې چې ورځ تر بلې د لا پراخېدو په حال کې دي، هرکلی یې وکړ.

نوموړي د کانونو په برخه کې ښو ظرفیتونو او له افغانستان څخه د مېوو او سبزیجاتو واردولو ته په اشارې وویل، د اذربایجان او افغانستان پلاوي به په دې اړه د ګډ کار په پایله کې د عمل پلان ترتیب او تطبیق کړي.

ولسمشر غني خپل سیال الهام علي اوف سره په خبرو کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په  چوکاټ او د لاجوردو لارې پرانیسته کې د اذربایجان د فعالې همکارۍ او ونډې قدرداني وکړه او وې ویل، افغانستان به د نفت او ګازو د پېرلو لپاره له اذربایجان سره د دولت په  دولت قرارداد وکړي.

غني وویل، د ټرانزیټ او ټرانسپورټ په برخه کې د رامنځته شویو اسانتیاوو له امله صادرات او واردات اسانه شوي. هغه زیاته کړه، افغانستان د کرنې، انرژۍ، کور او سرک جوړولو په برخو کې د پانګونې ظرفیت لري.

همدارنګه د دغې کتنې په پای کې د دواړو ولسمشرانو په حضور کې د افغانستان او اذربایجان هیوادونو اړوندو استازو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې یو هوکړه لیک ، د کلتور او اورګاډي پټلیو په برخو کې د همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک شول.

د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لاسلیک شوې هوکړه لیک به په دواړو هیوادونو کې د موثرو او ډاډ وړ عامه خدماتو، مفکورو، معلوماتو، مهارتونو او تجربو شریکولو او د پانګونې د ترویج او ګډې سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

ش

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist