Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د قطر خبرو کې په هېڅ مورد توافق نه دی شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/03/13

د طالبانو او امریکایانو تر منځ په پنځم پړاو خبرو کې پوره پرمختګ شوی خو په هیڅ مورد توافق نه دی راغلی.

طالبان او زلمي خلیلزاد د افغان سولې ټینګښت په موخه خپل اولس ورځني مذاکرات تېر ماښام پای ته رسولي اعلان کړل.

سره له دې چې دواړه لوري په دې پړاو خبرو کې پوره ستړي ښکاري خو د شپږم پړاو خبرو لپاره سره له اوسه د چمتوالي خبر ورکړی دی.

ځینې سرچینې وايي، په دې پړاو کې خبرو کې امریکا چمتو شوې چې له افغانستان څخه خپل پوځیان وباسي او طالبانو بیا ژمنه کړې چې امریکا ته د افغانستان له اړخه د ګواښ د مخنیوي تضمین ورکړي.

زلمي خلیلزاد او طالبانو ویلي، سره له دې چې خبرې له لوړو ژورو سره مل وې، خو د پام وړ پرمختګونه په کې شوي دي.

عبدالله عبدالله وايي، خبرې هغه وخت هیله بښونکې کېدای شي چې طالبان له افغانانو سره خبرو ته کیني.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد داسې ویلي (( طالبانو سره مې په دوحه کې دا پړاو خبرې پای ته ورسولې. د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی دی. دا څرګنده ده چې ټولې غاړې سوله غواړي. سره له دې چې په دې خبرو کې لوړې ژورې وې خو موږ بیا هم یو شمیر پرمختګونه کړي دي.))

د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې او د ځواکونو پر وتلو خبرې وروستۍ شوې دي. 

طالبانو هم په خپره کړې اعلامیه کې ورته پیغام خپور کړی چې دواړو لورو هوکړې ته نیږدې موضوعات د مشورې او تاییدي لپاره خپلو مشرانو سره شریکوي.

د شپږم پړاو خبرو کره وخت تر اوسه مالوم نه دی خو ښايي، د روانې مارچ میاشتې په وروستیو کې بیا سره مخامخ شي.

په ټولنیزو رسنیو کې د خبرو د مثبت والي تود هر کلی شوی، خو افغان حکومت وايي، خبرو ته هغه مهال هیلې زیاتیږي چې طالبان له افغانانو سره خبرو کیني.

خو له دې ټولو ورهاخوا خلیلزاد د سولې خبرو د پوره بریا لپاره بین الافغاني خبرې، د بهرنیو ځواکونو وتل، اوربند او د افغانستان له خاورې امریکا ته د ګواښ د مخنیوي تضمین اساسي مسایل یاد کړي چې باید پرې توافق ته ورسیږي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist