Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چین او پاکستان د قطر خبرو ته هېله مند دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/03/11

پاکستان او چین په دوحه کې د روانو خبرو مثبتو پایلو ته په تمه دي.

اسلام آباد او بیجنګ په ظاهره کې له روانو خبرو ملاتړ کوي او دې ته په تمه دي چې یادې خبرې بریالي سټیچ ته ورسیږي.

په کور دننه بیا تحلیل دا دی چې د خبرو ځنډ ممکن د دواړو لورو تر منځ په ځینو مسایلو کې د نظر اختلاف وي چې په مثبتو او منفي پایلو منتج کېدای شي.

په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ خبرې په پنځلسمه ورځ هم روانې وې، خو د نورو ورځو په څېر بیا هم هر څه پټ و.

طالبان او امریکایان یوازې د خبرو مثبت والي ته اشاره کوي، او د رسنیو لپاره نور څه د ویلو لپاره نلري.

د سیمې هېوادونه چې د افغان سولې په برخه کې مهم اړخونه بلل کیږي، د روانو خبرو پایلو ته خوشبینه دي.

کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان داسې ویلي (( په قطر کې د سولې خبرې هیله بښونکې دي، موږ په دې تمه یو چې دغه مذاکرات بریالي شي. دا به د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو لپاره لاره هواره کړي. پاکستان خپل رول د سولې خبرو په برخه کې په ښه توګه ادا کړی، چې طالبانو یې په دوحه کې د سولې خبرو ته کینولي. په همدې اساس باندې ملا برادر هم موږ خوشې کړ، او د پردې تر شاه پاکستان د افغان سولې په برخه کې خپل رول ادا کړی دی))

چین هم په دې برخه کې د ملاتړ او همکاریو ژمنه بیا تازه کړې.

کابل کې د چین سفیر لیو جینګ سونګ داسې ویلي ((د سولې او پخلایني په برخه کې د چین دریځ ډېر څرګند دی، موږ دا ډول ټولو خبرو ملاتړ کوو، دا خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو تر منځ وي، موږ د یوه ګاونډي هېواد په توګه ستاسې ملاتړ کوو، موږ له وخت وړاندې څه نشو ویلی، او نه غواړو چې د سولې خبرې په کومه لوبه بدلې شي))

تمه دا ده چې سبا سه شنبه په دوحه کې د پنځم پړاو روانې خبرې پای ته ورسیږي.

خو تحلیل دا دی چې یوازې امریکایانو او طالبانو تر منځ افغان سولې ستونزه د حل وړ نه ده، بلکې افغان حکومت هم مهم اړخ دی.

که د سولې خبرو په تړاو هیلې شته، خو تر څنګ یې د دواړو لورو تر منځ پټو خبرو او د حکومت څنډې ته کول بیا د خراب راتلونکې په اړه هم له تشویشونو سره مل خبرې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist