Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ماین پاکولو برخه کې د جاپان مرستې!

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/27

جاپان د ماین پاکولو په برخه کې یو اشاریه دوه میلیونه ډالر مرسته کوي.

په کابل کې د جاپان سفارت وايي، له دغو مرستو سره به د دریو ولایتونو کې د ماینونو او ناچاودیدونکو توکو ډکې ساحې پاکي شي.

 د اومر د ماین پاکولو موسسې مشر د جاپان سفارت ته ډاډ ورکړ، چې د ماین پاکولو دغه پروژې سره به یو اشاریه درې میلیونه متر مربع سیمه له ماینونو او ناچاودیدونکو توکو پاکه کړي.

په کابل کې د جاپان سفارت د GAGPپروژې لا له لارې د ماین پاکۍ موسوول اومر او ایریا سره د یو اشاریه دوه میلیونو امریکايي ډالرو مرستو تړون لاسلیک کړ.

اومر موسسه به د نهه سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت سره په پروان او کاپیسا ولایتونو کې د ماینپاکۍ، ناچادو توکو د لمنځه وړلو او د ماین د خطراتو په اړه د عامه پوهاوي پروژه پلې کړي. 

همدارنګه ایریا موسسه به د درې سوه زره ډالرو په لګښت دا چارې په ننګرهار  ولایت کې تر سره کړي. 

په کابل کې د جاپان سفارت وايي، د افغانستان په درې ولایتونو کې به له ماینونو او چاودیدونکو توکو کګړې سیمې پاک شي.

په کابل کې د جاپان سفارت شاهزدافیر کیچي هارا داسې وویل (( د جاپان هیواد ددغه تړون په اساس به د یواشاریه دوه میلیونو ډالرو مرسته کوي،چې دغه مرسته به د پروان،کاپیسا او ننګرهار ولایتونو کې له ماینونو او ناچاودیدونکو کګړي سیمې پاکې، او د ماین دخطراتو په برخه کې به خلکو ته عامه پوهاوي ورکړل شي))

د اومر د ماین پاکۍ موسسې مشر فضل کریم فضل د جاپان سفارت نه د مننې ترڅنګ ، ډاډ ورکړ چې له ژمنې سره سم به د ماین پاکولو ټولې چارې تر سره او د سیمې د خلکو لپاره به د چاودیدونکو توکو څخه د مصوون چاپریال زمینه برابره کړي. 

فضل کریم فضل  داسې وویل ((د دغې نوې پروژې موخه دا ده چې د شپږو ماین پاکۍ، یو تخنیکي او یو د ماین د خطر د پوهاوۍ ټیم به د کاپیسا په تګاب، نجراب،حصه اول کوهستان، کوهبند او د پروان دسیاګرد په څوارلس کلیو کې، چیرته چې ۴۶۸ د ماین او نا چاودیدنوکوتوکو پیښې را منځته شوي ، پلي شي، او له دې سره به تر یو اشاریه درې میلیونو متر مربع زیاته سیمه له خطر نه پاکه شي))

ښاغلي فضل زیاته کړه تر دیارلس زرو زیاتو خلکو ته به د ماین د خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکړي او څوارلس سوه کورنیو ته به د هستوګنې او کرنې سیمې له چاودیدونکو توکو پاکې کړي. 

د ماین پاکۍ موسسې د همغږۍ مشر شفیق یوسفي وايي په دې پروژو سره به پراختیايي او خدماتي چارو ته زمینه برابره شي. 

د اقتصاد وزارت د اینجوګانو برخې مسول ریاض صدیقي په دې برخه کې د جاپان مرستې ارزښتمنې او رغنده وبللې . 

د اقتصاد وزارت د اینجوګانو دبرخې مسوول ریاض صدیقي داسې وویل (( د جاپان هیواد له لوري دغه مرستې زیاته برخه له اینجوګانو سره تر سره شوي، چې د ډیرو خلګو د ژوند ژغورنه کې مرسته کړي ده، داقتصاد وزارت هڅه کوي تر څو دوي ته د شفافیت، اغیزمنیتا تر څنګ سهولتونه برابر کړي))

دغه پروژه به د یو کال په موده کې بشپړه شي .

د اومر د ماین پاکۍ موسسې  پخوا هم  د جاپان د GAGP  پروګرام  په مرسته د ماین پاکۍ مهمې  پروژې د هیواد په مرکزي او سویلي سیمو کې تطبیق کړي او خلکو ته یې له نا چاودیدونکو توکو چې په سلګونه لوي بمونه پکې شامل و، د پاک چا پیریال زمینه برابره کړې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist