Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د لوی جرګې ابتدايي کارونه بشپړېدونکي دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/24

د لوی مشورتي جرګې رابللو ته چمتووالی روان دی.

د سولې عالي شورا د لوی مشورتي جرګې په جوړښت بوخته ده چې د افغانستان ټول اقشار پکې ګډون ولري.

لویه جرګه کې د ګډون لپاره طالبانو ته هم بلنه ورکول کیږي چې د سولې په بحث کې ګډون وکړي.

که څه هم ځینې ګوندونه د مشورتي جرګې په جوړښت باندې نیوکه لري، خو د سولې شورا کار کوي چې ستونزې له مخې پورته او داسې جرګه برابره کړي چې ټولو ته د قناعت وړ وي.

له سولې شورا تمه ده چې جرګې ته به داسې کسان وغواړي چې خپلواکه او بې طرفه مشورې ورکړي.

لویه مشورتي جرګه چې د سولې په تړاو به بحث او مشورې وکړي، د کب په شپږویشتمه به پيل شي او ممکن درې ورځې دوام پيدا کړي.

سولې شورا دې جرګې ته په چمتووالي بوخته ده چې په هېواد کې د بیلابیلو اقشارو د ګډون تر څنګ طالبانو ته هم بلنه ولیږي.

مشورتي جرګې د جوړښت لپاره کمېسیون ټاکل شوی او کار کوي چې څنګه کیدای شي، بې طرفه او وړ کسان جرګې ته ور وبلي چې د سولې په تړاو مشورې ورکړي.

خو ځینې سیاسي ګوندونه سر له اوسه د دې جرګې په جوړښت باندې ملاحظات لري.

د مشورتي جرګې په تړاو د خلکو په ټاکنه باندې هم اندیښنې شته چې ګنې حکومت به هڅه وکړي خپل پلوي کسان جرګې ته وبولي او نور کسانو ته بلنه ور نه کړل شي.

ولسمشر غني وروسته له هغې د مشورتي لویې جرګې د رابللو لارښوونه وکړه چې د سولې په تړاو له طالبانو سره مهم بحثونه روان دي او تمه شته چې طالبان به له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو تر څنګ اوربند باندې هوکړه وکړي.

طالبان له افغان حکومت سره په خبرو او سوله کې غوښتنې لري او ولسمشر به لوی جرګې څخه وغواړي چې د سولې لپاره کوم قیمت ته حاضر دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist