Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسلام اباد د افغان سولې پروسې سره رقابتي چلند کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/21

د افغانستان په اړه د هند او پآکستان منفي دریځونه زیان اړوونکي دي.

له کابل سره د دواړو هېوادونو تفاوت یوازې همدا بلل کېږي چې ډهلي له حکومتونو او اسلام اباد له وسلوالو ډلو سره اړیکې لري.

په هند او پآکستان نیوکې له دې امله نن سبا ډېرې شوي چې د افغان سولې له پروسې سره رقابتي چلند کوي.

ها خوا امنیت شورا وایي، که روان جنګ د افغانستان وای نو ترماښامه به یې پای ته رسولی و.

ښاغلي محب په وینا په افغانستان کې د جګړې لامل یو شمېر هېوادونه دي چې جګړې ته یې زور ورکړی.

په افغانستان کې د نړیوالو سیالیو ترڅنګ سیمه ییز نیابت هم ډېر شوی چې هند او پاکستان په دې لوبه کې اوس افغانستان پورې تړلو مسایلو کې په ښکاره او په پټه توګه موضوع ګیري کوي.

کشمیر کې له خونړي برید وروسته چې هند یې د غچ اخیستو خبرداری ورکړی، پاکستان یې په مقابل کې د افغانستان سولې پروسې ته د زیان اوښتو خبرداری ورکړ.

اوس د افغانستان په اړه د هند او پاکستان ترمنځ دومره تفاوت شته چې ډهلي له حکومتونو او اسلام اباد د حکومت له وسلوالو سره همکاري لري.

له افغانستان او هند وروسته دریم ګاونډی ایران هم له پاکستان سره ستونزه لري، کشمیر کې له برید یو ورځ وړاندې ایران کې پر سپاه پاسداران برید ددې لامل شو چې د اسلام اباد سفیر په ایران کې احضار شي.

کابل هم د پاکستان سفیر له دې امله د روانې اونۍ په سر کې احضار کړی و چې ویلي وو که هند له پاکستان د غچ اخیستو هڅه وکړي د افغانستان د سولې پروسې ته به زیان پېښ شي.

تحلیل کوونکي په دې باور دي چې هند هم غواړي د افغانستان د سولې په پروسه کې ونډه ولري چې د پاکستان رول په کې زیات لیدل کېږي.

د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب چې ځوانانو ته یې د سولې او جګړې په اړه وضاحت ورکاوه په افغانستان کې یې د روان جنګ لوبغاړي نور هېوادونه یاد کړي چې پټ څارې ادارې په کې لاس لري.

هغه د کوم هېواد نوم نه دی یاد کړی خو ښایي اشاره یې پاکستان ، ایران او هغو هېوادونو ته وي چې د وسلوالو سره ښې اړیکې لري.

د جنوبي اسیا او افغانستان لپآره د امریکا په تګلاره کې د هند په زیاتېدونکي رول ټینګار شوی دی.

اوس د اندېښنې ټکی دا دی که هند او پاکستان په افغانستان کې خپل نیابت ته دوام ورکړي نو په افغانستان کې د جګړې چانس لا ډېرېدای شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist