Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغانستان جګړه د نړۍ امنیت هم ګواښلی شي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/09

افغانستان کې سوله د نړۍ پر امنیت اغیز لري او هیڅ هېواد دې خپله ګټه د افغانستان په جګړه کې نه لټوي.

د سولې شورا مشر کریم خلیلي سویلي کوریا کې د سولې په تړاو ناسته کې د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې د افغاستان سولې په تړاو دې خپلې هڅې لا ډېرې کړي.

تحلیل کونکي بیا د سولې پر شورا نېوکه لري چې د سولې په تړاو غوڅ دريځ نه لري او په دې برخه کې یې لاسته راوړنې د پام وړ نه دي.

مسکو کې د سولې په تړاو د افغان سیاسیتوالو او طالب استازو تر منځ د سولې خبرو اترو وروسته د سولې عالي شورا مشر کریم خليلي سویلي کوریا کې د سولې او ثبات تر سرلیک لاندې ناسته کې ګډون کړی.

کریم خليلي دافغانستان سوله د نړۍ امنیت لپاره مهم بللې او د ناستې له ګډوانوالو یې غوښتي څو په هغو هېوادونو فشار ډېر کړي چې د افغانستان په جګړه کې خپلې ګټې لټوي.

کریم خلیلي داسې ویلي ((ښکاره خبره ده کله چې په یوه هېواد کې جګړه وي منفي اغیزې یې یوازې د نوموړي هېواد په جغرافیه کې نه منحصریږي، بلکې نور هېوادونه هم اغیزمن کوي.

د نړۍ د هېوادونو ګټې له یو بل سره تړلي دي. که په کوم هېواد کې جګړه کیږي، پرته له شکه نورو هېوادونو باندې هم ناوړه اغیزه درلودلی شي.))

کانفرانس کې د سولې شورا له نړیوالو غوښتي چې د افغان سولې بهیر ملاتړ وکړي او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو اترو پرانیستې لپاره دې همکاري ډېره کړي.

تحلیل کونکي بیا د سولې په تړاو د سولې شورا پر رول نېوکې لري او د سولې په برخه کې د یادې ادارې کړنې نمایشي او غیر اجریوايي یادوي

د افغانستان د سولې ورکې کیلي موندنې پسې په دې ورستیو کې هڅې ډيرې شوي دي. وړانديز دا دی چې د خبرو اترو سربیره دې نظامي فشار ډېر شي تر څو د حکومت وسلوالې ډلې سولې ته مجبور شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist