Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیلزاد: د ځواکونو اېستلو لپاره هېڅ ډول مهالوېش نشته

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/07

د افغان سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې تر اوسه د بهرنیو ځواکونو اېستلو لپاره هېڅ ډول مهالوېش نه دی ټاکل شوی.

امريکا په راتلونکو شاوخوا دوه میاشتو کې خپل نیمایي ځواکونه له افغانستان باسي.

په مسکو کې د طالب مرکچي پلاوي یو غړي مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، امريکا ورسره منلې چې له افغانستانه به خپل نيمايي ځواکونه وباسي.

د حنفي په خبره، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل به سر له روانې عیسوۍ میاشتې پیل شي.

دغه طالب پلاوي ویلي، امريکا ورسره منلې چې د پوځيانو نيمايي شمېر به د فبرورۍ د مياشتې له لومړۍ د اپرېل مياشتې تر پاى پورې له افغانستانه وځي او بیا به له تخنيکي ټیم سره

کېني او د پاتې پوځيانو د وتلو لپاره به هم مهالوېش ټاکي او له افغانستان به وځي.

مسکو کې د افغان سیاسیونو او طالبانو ناستې

له دوه ورځو خبرو اترو وروسته د مسکو غونډه په ګډې اعلامیې پای ته ورسېده.

په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د غونډې ګډونوال باور لري د بین الافغاني خبرو په پایله کې افغانستان کې تلپاتې او با عزته سوله راتلای شي.

دغه راز ګډونوالو په قطر کې د سولې د روانو خبرو ملاتړ کړی او زیاته کړې یې ده چې دا ډول بین الافغاني ناستې د افغان سولې په بهیر کې اړینې دي او دوام به کوي.

دواړو لوریو د سولې د هوکړې په صورت کې ټینګار کړی چې د افغانستان دفاعي او نور بنسټونه به خوندي وي، خو اصلاحات به پکې راوستل کېږي.

اعلامیه کې ویل شوي چې د نظام په ټولو چارو کې به د اسلامي اصولو پیروي کېږي.

د بهرنیو ځواکونو وتل، افغانستان کې چاته د لاسوهنې اجازه نه ورکول، د افغانستان خاوره د نړیوالې ټولنې په ضد نه کارول، زده کړې، کار، روغتیا او نورو برخو کې د ښځو حقونه د اسلامي

اصولو په چوکاټ کې خوندي کول، نړیوالې مرستې ارزول، هغه بندیان خوشې کول چې سپین ږیري یا ناروغه دي او یا یې د بند موده کمه پاتې ده او دغه راز د طالب مشرانو نومونه له تور

لېسته ایستل نور هغه مهم ټکي دي چې په ګډه اعلامیه کې خپاره شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist