Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پر وسله‌والو ډلو هوايي او ځمکني بریدونه زیاتېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/01/30

افغان وسله وال پوځ پر وسله والو ډلو ځمکني او هوايي بریدونه زیات کړي .

د پوځ جنرالان وايي، د ټول هیواد په کچه عملیات روان دي چې مخالیفینو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې او له دغو عملیاتو یې موخه د هغو سیمو تصفیه ده چې د مخالفینو په لاس کې ده .

د عملیاتو یوه موخه د سولې خبرو لپاره پر طالبانو د پوځي فشار زیاتوالی په ګوته شوی خو پوځي څیړونکي بیا د جګړې شدت د سولې په زیان یادوي.

افغان وسله وال پوځ د غزني ، هملند ، کندز ، بغلان او کنړ ولایتونو سربیره په یو شمیر نورو هغو ولایتونو کې هم عملیات پیل کړي چې د طالبانو فعالیتونه پکې زیات دي .

افغان نظامیان د دغو عملیاتو پرمهال طالبانو ته درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي هغه څه چې طالبانو رد کړي دي.

په هلمند ، کنړ او غزني ولایتونو کې د افغان ځواکونو مشران وايي د عملیاتو موخه یې له طالبانو د سیمو تصفیه او د خلکو د امنیت خوندیتوب دی .

خو پخواني نظامیان بیا وايي د افغان ځواکونو تازه پیل شویو عملیاتو کې وخت ناوخت زیان ملکي وګړو ته اوړي او باید د دغه ډول عملیاتو مخنیوی وشي .

باور دا دی چې د افغان ځواکونو د تازه پیل شویو عملیاتو یوه موخه پر طالبانو د پوځي فشار زیاتوالی دی چې له دغې لارې طالبان افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته اړباسي .

خلک بیا وايي هغه سیمې چې افغان ځواکونه یې له مخالیفینو ونیسي له عملیاتو وروسته یې بیرته پریږدي چې زیان یې ولس ته رسیږي .

دوی وايي هغه سیمې چې افغان ځواکونه له مخالیفینو نیسي باید د ساتلو لپاره یې د اوږد مهال لپاره پکې پوستې جوړې کړي .

له هغې وروسته چې د ملي دفاع وزارت په مشرتابه کې بدلون راغلی او اسدالله خالد ددغه وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو د افغان پوځ په جګړه ییز ستراتیژۍ کې هم بدل راغلی چې د دفاعي حالت پر ځای یې تعرضي حالت غوره کړی  دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist