Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ټاکنو کمیسیون له سیاسیونو همکاري غوښتې

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/14

ټاکنو کمیسیون: خلک دې زموږ خپلواکۍ ته احترام وکړي.

ټاکنو کمېسیون له سیاسیونو او خلکو غواړي چې پر ټاکنیزو کمېسیونونو د فشار پر ځای، له دوی سره همکاري وکړي او د کمېسیون خپلواکۍ ته احترام ولري.

دغه کمېسیون وایي، ولسي جرګې ته د کابل لومړنیو پایلو ټولې تخنیکې چارې بشپړې شوي او هڅې روانې دې چې د نن ورځې تر وروستیو پورې اعلان شي.

ټاکنو کمېسیون د ولسي جرګې د ټاکنو په پایلو کې ځنډ د روڼتیا او په ولسمشریزو ټاکنو کې ځنډ د خلکو په خیر بولي.

ټاکنو کمېسیون له ټولو سیاسیونو غوښتنه کوي چې د دغه کمېسیون خپلواکۍ ته احترام وکړي او پرېږدي چې په خپلواکه توګه پرېکړې وکړي.

دوی وایي، سیاسیون دې بې ځای نیوکې نه کوي او د خپلو شخصي غوښتنو پوره کولو په موخه دې فشار هم نه پرې راوړي، څو دغه ملي پروسه په سمه توګه مدیریت شي.

له دې سره اجرایه ریاست هم د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ او د ولسمشریزو ټاکنو وروسته کېدل تخنیکي ستونزې بللي.

ټاکنو کمېسیون حکومت سره طرحه شریکه کړې چې څنګه کولی شي راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې له درغلۍ او ځنډ پرته ترسره کړي او تیرې تیروتنې بیا تکرار نه شي.

دغه کمېسیون له حکومت او ټول اړوندو ارګانونو غواړي چې خپل مسؤلیتونه پر وخت او سمه توګه اجرا کړي، چې له امله یې د دوی په چارو کې خنډ رامنځته نه شي.

ټاکل شوې وه چې یکشنبه ناوخته د کابل لومړنۍ پاېلې اعلان شي، خو د ټاکنو کمېسیون په خبره د لا شفافیت په موخه وځنډول شوې او ښایي دغه پایلې دوشنبه ناوخته اعلان شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist