Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

نجیب کابلي: مجاهدین خلق او بلوڅان دې په رسمیت وپيژندل شي

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/13

ملي مشارکت ګوند مشر وايي ایران او پاکستان نه غواړي په افغانستان کې سوله او ثبات راشي.

د افغانستان د ملي مشارکت ګوند وايي٬ د ایران مجاهدین خلق او بلوڅان په رسمیت پیژني.

له طالبانو څخه د ایران ملاتړ ته په اشارې دا ګوند وایي، افغان حکومت دې بلوڅانو او د ایران مجاهدین خلق ته په افغانستان کې دفترونه ورکړي ترڅو د خپلې آزادۍ څخه دفاع وکړي.

دوی زیاتوي چې ایران او پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي٬ او نه غواړي په افغانستان کې سوله او ثبات تامین شي.

د افغانستان د ملي مشارکت ګوند په یوه خبري غونډه کې د ایران مجاهدین خلق او بلوڅان چې په پاکستان کې اوسېږي٬ په رسمیت پیژني او زیاتوي چې دوی د خپلې آزادی لپاره مبارزه کوي.

د ملي مشارکت ګوند مشر نجیب کابلی وايي٬ حکومت دې دغو دواړو ازادۍ غوښتونکو ته په کابل کې نمایندګي ورکړي٬ تر څو له دوی سره مادي او معنوي مرستې وشي.

کابلي په ایران او پاکستان باندې تور پورې کړ٬ چې د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې لاس وهنې کوي٬ او له وسله والو طالبانو سره مرستې کوي.

د ملي مشارکت ګوند مشر نجیب الله کابلي وايي، د ایران مجاهدین خلق او د پاکستان بلوڅان له کلونو راهیسې د خپلې آزادی لپاره مبارزه کوي٬ تر څو بلوڅان له پاکستان او مجاهدین خلق له ایران څخه خپله آزادي واخلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist