Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیل‌زاد د سولې په اړه هندي چارواکو سره خبرې کړي

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/12

د افغانستان د سولې پروسه کې د هند رول باندې ټینګار کیږي.

خلیلزاد په هند کې له هندي چارواکو سره د افغانستان په تلپاتې سولې خبرې کړي دي.

هند پر طالبانو د پاکستان له نفوذ اندیښنه لري، خو هند ته ډاډ ورکړل شوی چې که طالبان د افغان حکومت برخه وګرځي، د هند لپاره د انديښنې وړ نه دي.

خلیلزاد چې په څلورم سفر د جنوري په اتمه نېټه راوتلی له هند یې پيل کړ او ټاکل شوې چې چین، پاکستان او افغانستان ته هم په سفر لاړ شي.

په هند کې د خلیلزاد خبرې ګټورې یادې شوي چې د افغانستان په تلپاتې سولې باندې بحث شوی دی.

زلمي خلیلزاد د هند د سفر په تړاو په خپل ټویټر داسې لیکلي ((زموږ هېوادونه له افغانستان سره اوږد مهاله ژمنې لري، موږ په دې اړه چې په افغانسان کې څنګه یو تلپاتې سوله ټینګېدای شي خبرې وکړې او د دوه اړخیزو او سیمه ییزو ممکنه همکاریو باندې مو هم خبرې وکړې.))

له دې سره د هند د بهرنیو چارو وزارت ډاډ ښودلی چې هند په افغانستان کې سوله غواړي او په دې برخه کې له همکاریو مخ نه اړوي.

هندي چارواکو خلیلزاد ته د افغان سولې برخه کې له خپلو همکاریو ډاډ ورکړی او پر دې یې خبرې کړي چې امریکا په افغانستان کې د سولې برخه کې څه ډول هڅې پیل کړي دي..

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویش کومار داسې ویلي ((هند له خلیلزاد سره خبرو کې روښانه کړه چې افغانستان کې د سولې او پخلاینې پروسه باید د افغانانو په مالکیت او کنټرول کې وي، د افغانستان په اړه زموږ دریځ مالوم او ثابت دی، چې هند د افغانستان د سولې او پخلاینې له پروسې ملاتړ کوي.))

خلیلزاد داسې مهال له هندي چارواکو سره د افغان سولې په تړاو خبرې کړي چې د راپورونو له مخې، د هند د پوځ لوی درستیز هم لېوالتیا ښودلې چې هند باید د افغانستان د سولې په روانو هڅو کې شامل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist