Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د هراک څېړنه؛ د افغانستان په کانونو چور روان دی

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/31

د وروستیو موندنو له مخې اوسمهال د افغانستان په دوه سوو نقطو کې خپلسري کانونه کیندل کیږي.

د هراک په نوم یو څېړنیز ګروپ چې په دې برخه کې یې څېړنه کړې انديښنه ښودلې چې که په کانونو عامو خلکو ته د څار ونډه ور نه کړل شي، د کانونو راتلونکی ګواښوونکی دی.

له دې سره د کانونو وزارت وایي، د کانونو د مسلکي او قانوني کیندلو لپاره تګلاره رامنځ ته شوې چې ځینو سیمو کې یې خپلسرې کیندنې درولي دي.

که څه هم ولسمشر ویلي، چې د افغانستان د کانونو ارزښت تر تریلیون ډالرو زیات دی، اوس په خپلسري ډول کیندل کیږي چې ګټه یې ځایي زور واکي او وسله وال وړي.

د هراک په نوم د څېړنیز بنسټ موندنې ښيي چې اوسمهال ډيری کانونه پرته له قرارداد او مسلکي کسانو کیندل کیږي چې کانونه یې له ګواښ سره مخ کړي دي.

دې بنسټ د کانونو د کیندلو پرمهال د ماشومانو په وضعیت هم انديښنه ښودلې چې کان کیندنه کې ترې کار اخیستل کیږي.

اوس ټینګار پر دې دی چې د کانونو له درکه چارواکي او زور واکي زیاتې پيسې ترلاسه کوي او اړتیا ده چې شتمنۍ یې ثبت شي.

د کانونو وزارت بیا دا موندنې بې بنسټه یادوي او باور لري چې اوس تر بل هر وخت د کانونو د کیندلو لپاره منظمه تګلاره رامنځ ته شوې ده.

د کانونو د خپلسرو کیندنو لپاره ځینو سیمو کې مصنوعي ناامني هم جوړه شوې چې دولتي ځواکونه په کانونو له څار لیرې وساتي.

تر دې وړاندې د ولسي جرګې ځینو غړو ویلي وي، له دې درکه د دولت د وسله والو مخالفینو تر څنګ ځایي زور واکو ته زیاتې پيسې په لاس ورځي او د دې ګټې د دوامداره ترلاسه کولو لپاره د دولت ضد هر کار یې چې په توان پوره وي، کوي یې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist