Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کابل ککړې هوا خلک په مرګونې ناروغیو اخته کړي

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/23

کابل کې ککړې هوا د مرګوني ناروغیو ګواښ زیات کړی دی.

د کابل ښار هوا چې اوس تر بل هر وخت ککړه یادیږي، د سرطان ناروغیو تر څنګ نورې ناروغي پيدا کوي چې انسان د مرګ تر پولې رسوي.

هغه ادارې چې په دې برخه کې مسوولیت لري ملامت بلل کیږي او نه دي توانیدلي چې د راتلونکي لپاره یو بنسټیز کار وکړي چې د ککړې هوا مخه ونیسي.

دولت د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره پنج شنبه په کابل کې رخصتي اعلان کړې خو داسې ښکاري چې د ککړې هوا په مخنیوي کې یې د پام وړ کموالی نه دی راوستی.

له غیرې معیاري سون توکو ګټه اخېستل، د سړکونو خراب حالت، د صنعتي پارکونو  موجودیت او ګڼې نورې ستونزې ددې لامل شوي چې د کابل هوا په بې ساري ډول ککړه شوې.

داکتران وړاندیز کوي٬ چې په کورونو کې دې٬ د غیري معیاري سوند توکو څخه مخنیوی وشي٬ او سپارښتنه کوي چې د ناورغیو د مخنیوي لپاره دې له ماسک څخه ګټه واخلي.

په مسوولو ادارو نیوکه ده چې څنګه نه دي توانیدلي چې د هوا د ککړتیا مخه ونیسي او داسې پروژې تطبیق کړي چې راتلونکي کلونو کې هوا نسبي پاکه کړي.

ککړه هوا د تنفسي ناروغیو نیولی آن د سرطان لامل کېږي چې اوسمهال ګڼ کسان پرې اخته شوي دي.

د هوا ککړتیا یو لامل په کابل ښار کې د وګړو او وسایطو بې شمېره ډېرېدل یادېږي .

د مالوماتو له مخې کابل ښار د نړۍ په کچه یو له هغو ښارونو دی چې هوا یي ډېره  ککړه ده .

هڅې مو وکړې چې د چاپیریال ساتنې د ادارې نظر هم له ځان سره ولرو خو له زیاتو سره سره حاضر نشول.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist