Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

وکیلان: امریکا ته د افغانستان ګټې مهمې نه وې

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/22

د ولسي جرګې غړي وايي، امریکایان د خپلو ګټو او اهدافو لپاره افغانستان ته راغلي.

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، امریکا ته له پیله د افغانستان ګټې مهمې نه، بلکې د خپلو ګټو لپاره راغلې وه او خپلې ګټې ورته اهمیت لري.

دوی وایي، دا چې امریکا خپل ځواکونه له افغانستان باسي، نو باید د افغانانو قرباني هم هیره نه کړي.

وکیلان نیوکه کوي چې امریکا د افغانانو پر وړاندې خپل مسؤلیت په سمه توګه نه دی ترسره کړی او هر څه یې نیمګړي پرېښي دي.

له دې سره د ولسي جرګې غړې صادقي زاده نیلي پر امریکا نیوکه کوي، چې له پیله ورته د افغانستان ګټو اهمیت نه درلود او یوازې د خپلو ګټو لپاره راغلې وه.

د ولسي جرګې رییس عبدالرؤف ابراهیمي وایي، د امریکایانو وتلو خلکو ته اندېښنې پیدا کړي، خو ځینو وکیلانو بیا د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې لپاره یو نیک ګام وباله او غوښتنه یې دا وه چې باید په کور دننه همغږي او واحد نظر شتون ولري.

د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د اووه زره ځواکونو د وتلو په اړه غور کوي.

پنټاګون ویلي؛ ولسمشر ټرمپ له سوریې وروسته په دې غور کوي چې په افغانستان کې هم د خپلو پوځیانو شمېر نمایي ته راکم کړي.

افغان حکومت وایي، د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان د امنیت پر وضعیت بد اغېز نه شي کولای.

د امریکا د دې احتمالي پلان پر اساس په پام کې ده چې له افغانستان څخه تر راتلونکي اوړي پورې اووه زره پوځیان وایستل شي.

طالبانو هم د سولې خبرو لپاره لومړی شرط د بهرنیوځواکونو وتل په ګوته کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist