Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسي جرګه څلور نور وزیران هم استیضاح کوي

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/22

ولسي جرګې نن شنبه د ټولګټو وزیر یما یاري استیضاح کړی و.

ولسي جرګې د هغو پنځو وزیرانو د استیضاح پریکړه کړې چې تېر مالي کال یې خپله بودیجه له اویا سلنې کمه لګولې ده.

ټولګټو چارو وزیر یما یاري د پنځو په نښه شویو وزیرانو له ډلې لومړنی هغه وو ، خو یاري وتوانید چې له ولسي جرګې دباور رایه واخلي او خپلې دندې ته دوام ورکړي.

ولسي جرګه په پام کې لري چې پنځه وزیران د کمې بودجې د مصرف له امله استیضاح کړي.

ټولګټو وزارت، عدلیې وزارت، له نشه یي توکو سره د مبارزې، مخابراتو او ټرانسپورټ هغه وزارتونه دي چې ولسي جرګه وایي، کمه بودیجه یې مصرف کړې او وزیران به یې استیضاح کړي.

د شنبې په ورځ ولسي جرګې خپلې غونډې ته د ټولګټو وزیر یما یاري د کمې بودیجې د لګولو له امله راغوښتی وو.

خو یما یاري وایي، یو کال کېږي چې وزیر شوی او له ټولو ستونزو او ننګونو سره سره یې ۹۷ ٪ بودیجه مصرف کړې ده.

یاري وایي، دلته ډیری داسې پروژې دي چې له ده وړاندې نورو وزیرانو یې یوازې تړون کړی او عملي کار یې هېڅ نه دی کړی.

د ظرفیتونو کمښت، د مافیا شتون، نا مناسب اداري تشکیل او داسې نورو هغه موارد دي چې وزیر ترې د ستونزو په توګه یادونه وکړه.

وکیلانو د وزیر په څرګندونو قناعت ونکړ تر هغې  چې خبره تر صندوقونو ورسیده خو ټولګټو چارو وزیر بیا وتوانید چې له ولسي جرګې شپیته د تایید، څلوردیرش رد، پنځه باطلې او یوه هم سپینه رایه واخلي چې په دې سره په خپله دنده پاتې شو.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist