Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پاکستان له طالبانو غوښتي چې د امریکا پوځي اډې ومني

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/18

پاکستان د اماراتو په غونډه کې له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د امریکایانو دوه پوځي اډې ومني.

پاکستان په غیر مسقیم ډول له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د امریکا دوه پوځي اډې ومني خو تر اوسه په دې اړه طالبانو څه نه دي ویلي خو دا یې تایید کړې چې له امریکا سره د سرتېرو په وتلو او هوایي بریدونو په درولو یې خبرې کړي دي.

د متحده عربي اماراتو ناسته له ټولو تېرو هغو ګټوره بلل کیږي، خو طالبانو د افغان حکومت له مذاکراتي پلاوي سره نه دي کتلي.

طالبانو تېر ورځ په متحده عربي اماراتو کې، د امریکا، پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له استازو کتلي خو له امریکا سره یې نن ورځ هم ځانګړې ناسته درلودله.

د متحده عربي اماراتو ناسته له دې امله د سولې لپاره ګټوره بلل کیږي چې پاکستان هم په کې ګډون کړی وو.

د طالبانو له لیکو باخبره کسان وايي، پاکستان له طالبانو له غیر مستقیم ډول د امریکایانو لپاره د دوو پوځي اډو غوښتنه کړې.

طالبانو دا موضوع تر اوسه نه ده تایید کړې، خو وايي، دوی له امریکایانو سره د بهرنیو ځواکونو په وتلو او وروستیو خونړیو هوايي بریدونو چې ملکیانو ته تلفات اړوي، په درېدو خبرې کړي دي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د متحده عربي اماراتو ناستې برابریدو امتیاز پاکستان ته ورکړی دی.

عمران خان داسې ویلي ((د امریکا او طالبانو تر منځ مخامخ مذاکراتو لپاره پاکستان لاره هواره کړې ده. خدای دې وکړي چې د سولې دغه خبرې په افغانستان کې د درېیو لسیزو جګړې ته د پای ټکی کېږدي. زه ډاډ ورکوم چې پاکستان به د افغان سولې بهیر کې د هڅو لپاره له خپل ټول وس کار واخلي))

د سولې عالي شورا هم روانو هڅو هیله منده کړې او رامنځته شوی وضعیت د سولې ټینګښت لپار طلايي ګڼي.

د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی هم په متحده عربي اماراتو کې دی، له زلمي خلیلزاد، سعودي ، پاکستاني او متحده عربي اماراتو له استازو سره یې د لیدو او هم کېدو خبر تایید کړی خو له طالبانو سره یې د لیدو په اړه څه نه دي ویلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist