Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

جاوید: د عبدالمنان وژنه به طالبان کمزورې کړي

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/03

د ملا عبدالمنان وژنې د طالبانو لیکې کمزورې کړي.

ملي دفاع وزارت وایي، هغه په سویل لویدځه حوزه کې د طالبانو مهم قومندان و چې جګړه یې رهبري کوله.

طالبانو د ملا منان د وژنې په غبرګون کې بیا ویلي، چې له جګړې لاس نه اخلي او د هغه د وژل کېدو وروسته به طالبان نور هم غښتلي شي.

پوځي کارپوهان وایي، د کلیدي کسانو وژل کېدل یوازې د وسلوالو روحیه کمزورې کوي خو د جګړې له کمښت سره مرسته نه شي کولای.

په امریکایي برید کې هملند لپاره دا والي تېره ورځ ووژل شو.
د طالبانو د مخیکني مشر ملا منصور وروسته ملا منان د طالبانو بل مهم کلیدي غړی وو.

هغه د ۲۰۰۵ کال را په دې خوا د هلمند لپاره د طالبانو والي و، چې د خپل مسؤلیت په وخت کې یې د دې ولایت ډیره خاوره بهرنیو او کورنیو دولتي سرتېرو لپاره نا آرامه کړې وه.

اوس چې هغه وژل شوی ددفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید باور لري چې د طالبانو لیکې به ورسره خورا کمزورې شي.

د ملا عبدالمنان په شتون کې طالبان وتوانېدل تر نیمايي زیات هلمند ونیسي او په پاتې سیمو کې خپل نفوذ ډېر کړي.

د هغه له لاسه ورکول په پوځي لحاظ طالبانو ته یوه پوځي تشه ده خو د جګړې په کمېدو کې مرسته نه شي کولای.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ملا عبدالمنان وژنه به دوی له خپل دریځ په شا نه کړي.

د طالبانو د مهمو غړو په وژل کیدو تر اوسه ددغې ډلې په پوځي فعالیتونو کې داسې ښکاره څه نه دي لیدل شوي چې جګړه دې ور سره کمه او یا دې هم طالبان کمزوري شي.

د ۲۰۱۷ز کال کې د کندز لپاره د طالبانو والي، ملا عبدالسلام اخند، هم د امریکايي ځواکونو په یوه هوايي برید کې وژل شوی و هغه څېره چې ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال کې یې کندز ښار دوه ځله سقوط کړ.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist