Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حکومت ته د پکتیکاوالو خبرداری!

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/01

پکتیکاوال: که حکومت په شپنیو عملیاتو کې د ملکي وګړو ژوند ته پام ونه کړي پر وړاندې به یې را پورته شي.

د پکتیکا د ګومل خلک وايي، که د شپنیو عملیاتو په مهال د ملکي تلفاتو مخنیوی ونشي، د حکومت خلاف به ملي پاڅون وکړي.

د ګومل لسګونه خلک چې له دوو ورځو راهیسي ښرنه کې په لاریون بوخت دي وايي، د تېرې شنبې او یکشنبې په ورځ یې د شپنیو عملیاتو پرمهال، یوولسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتیکا ولایتي چارواکي تازه په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي، خو تر دې وړاندې يې ویلي وو، چې شپني عملیات له کابله پلانېږي.

معترضین وايي، د یادو عملیاتو پرمهال شپږ ملکي وګړي وژل شوي، او د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه ټپیان دي، او درې بې ګنا کسان یې له ځان سره وړي دي.

د دوی په وینا چې په عملیاتو کې مالي زیانونه هم ور اوښتي دي.

دوی غوښتنه کوي چې د ګومل پېښه دې د یوه باصلاحیته پلاوي له لورې وڅېړل شي او راتلونکو عملیاتو کې دې د خلکو ژوند ته پام وشي.

په شپنیو عملیاتو کې ملکیانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو په اړه د پکتیکا ولایتي چارواکي خبرو ته حاضر نه شول، خو تر دې وړاندي ولایت مقام ویلي وو، چې شپني عملیات له پلازمېنې کابله پلانېږي.

یوناما د جمعې په ورځ په خپرې شوې اعلامیه کې د ملکي مرګ ژوبلې په لوړوالي اندېښنه ښودلې وه او د جګړې له ښکېلو خواوو یې غوښتنه دا وه چې په عملیاتو کې دې د ملکیانو ژوند ته پام وشي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist