Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل؛ لاریون کوونکو اته څلوېښت پولیس ټپيان کړي

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/26

کابل کې لاریون کوونکو اته څلویښت پولیس سرتیري ټپیان کړي او ځينې امنیتي پوستې یې هم سوځولې دي.

لاریون کوونکو پولیس په هغو وسلو وېشتلي چې د دوی د امنیت لپاره ورکړل شوې وې خو لاریون کوونکو پر وړاندې پولیس په وسلو سمبال نه وو.

کورنیو چارو وزارت وایي، د امنیتي ځواکونو ۴۸ تنه د لاریونو پر مهال ټبیان شوي دي، چې څلور یې په ګولیو لګېدلي.

 اریون له هېواده بهر کړیو په ملاتړ جوړ شوی چې اوس یې کورنیو چارو وزارت پلټنې پیلوي.

لاریون تېره  ورځ هغه مهال پیل شو ، چې افغان امنیتي ځواکونو د علیپور په نوم یو خپل سری قومندان بندخونې ته واچوه چې د خلکو د زورونې تورونه پرې دي.

لاریونوالو په پولیسو ډزې کړي چې ۴۸ تنه یې ټپیان کړي او نږدې درې پوستې یې سوځولي دي.

کورنیو چارو وزارت مرستیال اختر محمد ابراهیمي وایي، هغو کسانو ته چې د دوی د امنیت لپاره وسلې ورکول شوې وې پولیس یې پرې په نښه کړي دي.
کورنیو چارو وزارت پخوا نه منله چې هزاره ګانو ته یې د خپل امنیت ساتلو لپاره وسلې ورکړي دي.

اوس د وزارت ارشد مرستیال ومنله چې پولیس په هغو وسلو وېشتل شوي چې دوی ته د امنیت لپاره ورکړل شوي دي خو پولیسو د لاریون پرمهال د دفاع لپاره ان تمانچې هم نه درلودې.

لاریون کې بهرني کسانو په اړه څېړنې کېږي چې دا خلک یې تاوتریخوالي ته هڅولي دي.

خو د دفاع وزارت لوی درستیز وویل لاریونونه یوازې د یوه تن لپاره پیل شوي دي. او پرېږدئ چې قانون خپله پرېکړه وکړي.

د شریف یفتلي په وینا لاریون کوونکو تېره شپه درې هغو امنیتي پوستو ته اور اچولی چې د دوی د امنیت خوندي کولو لپاره وې.

په خواله رسنیو کې لاریون ته جدي غبرګونونه ښوول شوي دي او ډېرو د پولیسو پر وړاندې د لاریون کوونکو غوسه او اخ ډب غندلی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist