Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هند؛ پاکستان پر تاج هوټل د برید طراح نه نیسي

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/26

نن د هند د ممبۍ ښار پر مشهور او ستر هوټل د برید لس کاله پوره شول.

پاکستان باید د حافظ سعید په نیولو کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د هند د ممبي اوسیدونکو پر تاج هوټل د برید یاغونډه و نمانځله او پر پاکستان یې نیوکه وکړه چې د دغه برید عاملینو ته یې تر اوسه سزا نه ده ورکړې.

په ۲۰۰۸ کال کې د ممبۍ په تاج هوټل وسله وال برید وشو چې له امله یې ۱۶۰ تنه و وژل شول.
 لس کاله وړاندې پر تاج هوټل برید وشو چې په ترڅ کې یې له ۱۶۰ تنو زیات و وژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

 نن د دغه برید قربانیانو ته د لوړپوړو چارواکو په شتون کې د درناوی مراسم ترسره شول.

بل لور ته بیا د ممبي اوسیدونکي چې دغه برید یې اوس هم نه دی هیر کړی وايي پاکستان دې د حافظ سعید په نیولو کې کوټلي ګامونه پورته کړي ځکه ددې برید تر شا د هغه لاس و.

د ممبۍ اوسیدونکي محمد توفیق داسې وویل (( پاکستان باید د حافظ سعید په نیولو کې جدي اقدامات وکړي. هغه ددې ټول برید تر شا لاس درلود. زما وجود سوځي، زما وینه جوش کوي چې داسې مجرمین وینم چې ازاد ګرځي. اجمل قصاب خو یوازې یو مزدور و خو اصلي عاملین ذاکر رحمان او حافظ سعید دي چې باید سزا ورکړل شي.))

د ممبۍ یوې بلې اوسیدونکې داسې ویلي (( نن ددې برید ۱۰ کاله پوره شول خو داسې نه ښکاري چې لس کاله تیر شوي اوسي، زه اوس هم د مرمیو غږونه اورم، داسې ښکاري چې زه نن په مرمۍ لګیدلې یم. دا یادونه اوس هم ماته تازه دي، هغه درد زه اوس هم حس کوم. خو زما درد به هله کرار شي چې د دغه برید اصلي عاملینو ته سزا ورکړل شي.))

دغې برید درې ورځې دوام وکړ چې ټول هوټل پکې د اور لمبو نیولی وو.

نن هم د دغه برید د یادغونډې په خاطر په ممبي ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي و او پولیسو هر ځای د تالاشۍ پوستې جوړې کړې دي.

خبریال : سیال یوسفي

سمونه : جان محمد مومند

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist